Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځینو دولتي ادارو له ټویټرپاڼو د تایید نښې لرې شوې دي

د ځینو دولتي ادارو له ټویټرپاڼو د تایید نښې لرې شوې دي

author avatar
26 Sep 2021 - 17:14
د ځینو دولتي ادارو له ټویټرپاڼو د تایید نښې لرې شوې دي
author avatar
26 Sep 2021 - 17:14

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): د ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنيو چارو، ملي دفاع، کورنيو چارو او ماليې وزارتونو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز او ملي تدارکاتو ادارې له ټويټرپاڼو د تاییدۍ نښې (Blue tick) لرې شوې دي.

وروسته له هغه چې د زمري په ۲۴مه مخکنی حکومت ړنګ شو او کابل د طالبانو لاسته ولوېد، د ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د ملی تدارکاتو پر ټویټرپاڼو لیکنه نه ده خپره شوې.

خو د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز پر ټویټرپاڼو نويو چارواکو لیکنې کړې دي.

کېدای شي د ځینو نورو ادارو له تویټرپاڼو هم د تاییدۍ نښې لرې شوې وي، خو پژواک د یادو ادارو ټویټرپاڼې چیک کړي دي.

د یادو ادارو له ټویټرپاڼو په داسې حال کې د تایید نښې لرې شوي، چې د پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي، د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله، د سولې چارو وزارت او ځینو نورو ادارو پر ټویټرپاڼو اوس هم د تاييدۍ نښې شته.

د حکومت تر بدلون وروسته، د غني، کرزي او عبدالله پر ټویټرپاڼو لیکنې شوي، خو د سولې چارو وزارت پر ټویټرپاڼه نوې لیکنه نه ده شوې.

دغه راز د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر ټویټرپاڼه د تایید نښه نشته، خو د مخکني ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش ټویټرپاڼه د تایید نښه لري.

د حکومت تر بدلون وروسته، صالح پر خپله ټویټرپاڼه لیکنې کړي، خو دانش نه دي کړي.

د یادونې ده چې د ټویټر اداره د ټویټر پر هغو پاڼو د تایید نښه (Blue tick) لګوي چې د دغې ادارې د شرایطو له مخې د دغې نښې د لګولو وړتیا ولري.

Views: 9579

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.