ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي پراختيايي شرکت د خصوصي شرکتونو درې ميليارده افغانۍ پوروړى دى

ملي پراختيايي شرکت د خصوصي شرکتونو درې ميليارده افغانۍ پوروړى دى

author avatar
26 Sep 2021 - 16:59
ملي پراختيايي شرکت د خصوصي شرکتونو درې ميليارده افغانۍ پوروړى دى
author avatar
26 Sep 2021 - 16:59

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): د قراردادي شرکتونو اتحادیه وایي چې د پخواني حکومت ملي پراختیایي شرکت له دوى څخه درې ميلیارده افغانۍ پوروړى دى، نو نوى حکومت يې بايد ستونزه هواره کړي.

د یادې موضوع په تړاو د تلې په ۴ مه کابل کې د قراردادي شرکتونو مسوولینو اغتراضیه غونډه جوړه کړې وه او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خصوصي شرکتونو د پيسو په ورکړه کې دې جدي اقدام وکړي.

په دغې غونډه کې د قراردادي شرکتونو د اتحادیې رییس نصرت احمد عبدالله وویل چې د دغې اتحاديې شرکتونه په ۱۰۸۰ پروژو باندې کار کړې چې ځينې یې بشپړ شوې او پر ځينو نورو يې کار روان دى.

ده وويل چې يادو شرکتونو د بشپړ شوو پروژو پیسې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي او د ملي پراختيايي شرکت برخليک هم معلوم نه دى.

نوموړى وايي چې دغو شرکتونو په پروژو پانګونه کړې او که طالبان دغه ستونزه هواره نه کړي، لګول شوې پیسې به يې بې ځايه ولاړې شي.

همدارنګه په دې غونډې کې د قراردادي شرکتونو په استازيتوب توریالي مومند وویل چې په دغه اتحاديه کې شاوخوا زرګونه شرکتونه دي او زرګونه کسان له دوى سره کار کوي.

هغه وايي چې ملي پراختيايي شرکت له دغو شرکتونو څخه درې ميليارده افغانۍ پوروړى دى بايد د دوى پیسې ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((د ملي پراختيايي شرکت په بانکي اکاونټ کې پنځه ميليارده افغانۍ شته دي خو يو پلاوى دې وټاکل شي ترڅو زموږ پیسې راکړي ځکه موږ دومره پیسې نه لرو چې کاريګرو ته يې ورکړو.))

په ورته مهال د اکسس شرکت استازي ذبیح الله پژواک ته وویل چې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دوى يوه پروژه په سرپل ولایت کې بشپړه کړې ده.

دی وایي: ((زموږ انوایسونه له مالي برخې سره شته دي، خو څوک نشته دى چې زموږ چکونه امضا او زموږ پیسې راکړي.))

بل لورته د يادې ستونزې په اړه د اسلامي امارت وياندويانو د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.