پل علم (پژواک، ٤ تله ١٤٠٠): ناپېژاندو وسله والو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دوه وروڼه وژلي دي.
د محمداغې ولسوالۍ د احمدزيو کلا قومي مشر ببرک خان د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د سيمې په دولت کلا کې دوه وروڼه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((تېره ورځ ناپېژاندو وسله والو دغه دوه وروڼه له يوه سراچه موټر څخه ښکته کړي او بيا يې نا معلوم لوري ته بيولي دي، نن يې په داسې حال کې مړي پيدا شول چې لاسونه يې تړل شوي او پر ډزو ويشتل شوي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې يو يې د ماين پاکۍ موسسې کارکوونکى او بل دوکاندار و.
دغه راز په محمداغې ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، په دولت کلا سيمه کې دوه جسدونه پيدا شوي چې دواړه وروڼه دي.
ده وويل چې دغه قضيه به د اړوندو مسوولينو له لوري په جدي توګه وڅېړل شي.
د يادونې ده چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په شاهي کلا سيمه کې يوه ښځه او خاوند هم د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي وو.
Views: 122
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن