Language

فراه (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): امنیتي ځواکونو نن سهار یو غلا شوی موټر پیدا او خپل خاوند ته یې وسپاره چې په تور یې دوه کسان نیولي دي.

د فراه د ملي امنیت رییس مولوي تواب له رسنیو سره د دې مطلب د بیان تر څنګ وویل، یاد موټر« لوکسل» د دغه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ له کنسک کلي څخه غلا شوی و.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونو دغه موټر د فراه ښار د مرکز په څنډه د دهک کلي کې پیدا کړی او خپل خاوند ته یې تسلیم کړی دی.

ده وویل، د یادې غلا په تور دوه کسان له یوې تومانچې سره نیول شوي دي.

د موټر خاوند نظر محمد پژواک ته وویل چې نن سهار د کنسک کلي د فراه ـ فراه رود پر لویه لاره څو کسانو یې موټر په زور ترې واخیست او هغه یې په دښته کې پرېښود.

هغه له امنیتي ځواکونو د مننې ترڅنګ وویل چې داسې په موقع اقدامات د جرم په مهارولو کې اغېزمن دي.

Related Topics