Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: هغه خبر چې ګویا هرات کې کوم خبریال اعدمېږي، نه تاییدوم

کابل(پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ذبیح الله مجاهد هغه راپور نه تاییدوي چې ګواکې په هرات کې "یو خبریال اعدامیږي" او وايي چې ښايي په محکمه کې ځینې تحقیقاتي پراوونه وي چې د هغه په ترسره کولو سره به ستونزه حل شي.

خبري اژانس راپور ورکړی چې عکاس او ازاد خبریال مرتضی صمدي د سپټمبر په ۷مه په هرات ښار کې د فوټبال فدراسیون مخې ته په لاریون کې د ګډون لپاره د خلکو هڅولو په تور د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

سرچینې لیکلي چې تر دې دمه یو شمېر خبریالانو او د رسنیو فعالانو په فیسبوک او ټویټر کې د «مرتضی صمدي خوشی کړئ» در عنوان لاندې هشتګ خپور کړی او طالبانو یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

پیشګو له جزئیاتو پرته په دې اړه ویلي: «خو د دې ډلې جنګیالیو د خبریالانو د حقونو فعالانو ته ویلي چې دوی مرتضی صمدي اعداموي.»

ذبیح الله مجاهد وایي :((د اعدام راپورونه یې زه نه تاییدوم، ولې په محکمه کې ځیني تحقیقي مراحل شاید وي، چې هغه طی شي، ستونزه به نه وي، ان شاء الله.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.