ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل په ملي ثبات ټولنه کې کارول شوي دولتي توکي د چارو ادارې ته سپاري

امرخېل په ملي ثبات ټولنه کې کارول شوي دولتي توکي د چارو ادارې ته سپاري

author avatar
29 Sep 2021 - 16:25
امرخېل په ملي ثبات ټولنه کې کارول شوي دولتي توکي د چارو ادارې ته سپاري
author avatar
29 Sep 2021 - 16:25

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): سندونه ښيي چې ځیني دولتي وسایل له نږدې یو کال راهیسې د ملي ثبات ټولنې په دفتر کې کارول کېږي، خو دغې ټولنې نږدې یوه میاشت مخکې د چارو له ادارې غوښتي چې یاد توکي ترې تسلیم کړي.

ضیاءالحق امرخېل له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې د کمېسیون مشر او د پخواني ولسمشر سلاکار و. هغه په ورته وخت کې د ثبات ټولنې مشري هم پر غاړه لري.

د ملي ثبات ټولنې یو غړی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې شاوخوا یو کال مخکې یاد کمېسیون لغوه شو، امرخېل د دغه کمېسیون دفتري وسایل او دوه زرهي دروازې د ثبات ټولنې ته ولېږدولې او تر اوسه ترې کار اخلي.

د سرچینې په وینا، په یادو توکو کې څوکۍ، مېزونه، کمپیوټرونه، جنراتورونه او د پخلنځي اړین توکي شامل دي چې په ټوله کې شاوخوا ۶۰۰زره افغانۍ ارزښت لري.

د ده په وینا، ملي ثبات ټولنې دفتر ته د کمېسیون له دفتره د دولتي توکو د لېږدولو پر سر د امرخېل او د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال محمد اکرام خپلواک- چې له امرخېل مخکې له حزب اسلامي سره د سولې ګډ کمېسیون مشر و- “جنجال” هم راغلی و.

پژواک هڅه وکړه چې دا موضوع له خپلواک سره هم شریکه کړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د یادونې ده، د یاد کمېسیون توکي وروسته له هغه چې خپلواک د کمېسیون له مشرۍ لرې شو، د مخکني حکومت د چارو ادارې د پرېکړې له مخې د دغه کمېسیون توکي د ملي ثبات ټولنې دفتر ته لېږدول شوي دي.

د ثباټ ټولنې یاد غړی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، ادعا کوي چې امرخېل نه غواړي یاد توکي دولت ته وسپاري.

خو یو مکتوب چې روان کال د وږي میاشتې په لسمه نېټه د امرخېل له خوا د ولسمشر د مشاوریت دفتر له ادرسه د چارو ادارې ته استولی، ښيي چې امرخېل له یادې ادارې غوښتي چې یاد توکي تسلیم شي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې په یادو توکو کې زاړه دفتري مېزونه، زړې استعمال شوې څوکۍ، استعمال شوي کمپيوټرونه، پرېنټر، استعمال شوي کوچونه، زرهي دروازه، زرهي غرفه، مستعمل جنراتورونه، د اشپزخانې سامان، پکې، بخارۍ، ټلویزیونونه او یو شمېر نور الکټرونیکي توکي شامل دي.

د یاد مشاوریت له لوري د پورتني مکتوب په تعقیب بل مکتوب هم ۲۴ ورځې وروسته د چارو ادارې ته استول شوی او په دغه مکتوب کې هم ورته غوښتنه شوې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي: “دا چې تر ډېر وخت پورې تاسو موږ ته د توکو سپارلو په اړه اطلاع را نه کړه، نو د مشاوریت یو زرهي لنډ کروز موټر د اسلامي امارت رهبري غړي شهاب الدین دلاور ته تسلیم او د مشاوریت نور اجناس له موږ سره امانت پاتې دي.”

یاد مکتوبونه ضیاءالحق امرخېل پژواک ته واستول، خو د یادو توکو نوملړ یې راسره شریک نه کړ.

پژواک ته په لاس ورغلي عکسونه ښیي چې یادې زرهي دروازې د ثبات ټولنې په دفتر کې نصب شوې او له ځینو نورو یادو توکو هم په دغه دفتر کې کار اخیستل کېږي.

د یادو توکو موضوع مو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد له سکرتر بلال کریمي سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې ده، ضاءالحق امرخېل د روان کال د وږي په ۱۴مه پر خپلې فېسبوکپاڼې د ځینو توکو یو نوملړ خپور کړی چې طالبانو ته یې سپارلي دي.

یاد نوملړ ښيي چې دوه زرهي لنډکروزر، څلور تعقیبي رينجر، یوه هایلکس، ۱۶۰۰زره افغانۍ یې ننګرهار کې د طالبانو لومړني والي شیخ ندا محمد ته سپارلي دي. درې کرولاوې چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک کمېسیون اړوند وې، ۱۶ میلیونه افغانۍ چې د مخکني حکومت مشرتابه له خوا په ننګرهار کې د لګښتونو لپاره ورکړل شوې وې او اته میله کلاشینکوفونه یې د استخبارتو عمومي ریاست ته سپارلي او یو زرهي لنډکروزر یې ارګ کې مسوولینو ته سپارلی دی.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 976

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.