اسعداباد (ژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): د کونړ حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د کانونو رييس د سړک غاړې ماين په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.
په ياده چاودنه کې چې د کانونو د رييس په موټر شوې دوه نور کسان هم ټپيان دي، خو چارواکو يې د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.
د کونړ د فرهنګي کمېسيون مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نجيب الله د تلې په ۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د کانونو د رييس مولوي مارشال په موټر نن سهار نهه بجې د وټه پور ولسوالۍاو مرکز ترمنځ ساحه کې چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنې د رييس په ګډون درې کسان ټپيان کړي دي.
نوموړي د دوو نورو ټپيانو د پېژندنې په تړاو څه ونه ويل.
د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
Views: 671
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن