کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې تازه اعلاميه کې تر «امر ثاني» پورې د وسلو، مهماتو، نامعلوم او بې اسنادو موټرو پېر او پلور په مطلق ډول بند کړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسلو او نامعلومه موټرو د پېر او پلور په اړه اعلاميه خپره کړې او په کې راغلي چې په هېواد کې د فتوحانو پر مهال او له فتوحاتو وروسته له دولتي ادارو د غير مسوولو کسانو له لوري موټر او وسلې ایستل شوې دي.
په اعلاميه کې راغلي: «هم مهاله د تېرې ادارې له ځينو اشخاصو وسایط، وسايل، وسلې او مهمات تسليم شوي او له تسليمېدو وروسته اړوندو ادارو ته نه دي رسېدلي.»
سرچينه زياتوي: «ياد کسان هڅه کوي چې ترلاسه شوي وسایط، وسايل، وسلې او مهمات وپلوري، نو د ملي دفاع وزارت په جدي توګه خبر ورکوي چې د وسلو، مهماتو، نامعلومه او بې اسنادو موټرو اخيستل او خرڅول تر امر ثاني پورې په مطلق ډول بند دي.»
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن