Language

ترکیې له اړمنو کورنیو سره د ۳۳ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل(پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): په کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان سرې میاشتې ته د ۳۳ ټنه خوراکي توکو د سپارلو په مراسمو کې د خپل هېواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ایرګین ای، نن د تلې په ۱۲مه افغاني سرې میاشتې ته د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې په یادو توکو کې وریجې، لوبیا، نخود، مکروني، روب، بوره، مالګه او غوړي شامل دي. 

د هغه په وینا، د یادې مرستې ټولیز لګښت له ۴۰ زرو ډالرو ډېر دی چې د ترکیې د سرې میاستې له لوري د زیان لیدونکو افغانانو لپاره شوې ده.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.