کابل(پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): په کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان سرې میاشتې ته د ۳۳ ټنه خوراکي توکو د سپارلو په مراسمو کې د خپل هېواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ایرګین ای، نن د تلې په ۱۲مه افغاني سرې میاشتې ته د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې په یادو توکو کې وریجې، لوبیا، نخود، مکروني، روب، بوره، مالګه او غوړي شامل دي.
د هغه په وینا، د یادې مرستې ټولیز لګښت له ۴۰ زرو ډالرو ډېر دی چې د ترکیې د سرې میاستې له لوري د زیان لیدونکو افغانانو لپاره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې نه یوازې له هغو کسانو سره چې د وروستیو بدلونونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بلکې له هغوی سره چې مخکې د وچکالۍ او کوویډ-۱۹ له امله زیانمن شوي، هم مرسته کوي.
نوموړي د ترکیې او افغانستان اړیکې ژورې وبللې او ویې ویل چې مخکې هم د روغتیا، زده کړو او ښوونې او روزنې په برخو کې مرستې شوې او په راتلونکي کې به له دې ډېرې نورې ترسره شي.
د هغه په خبره، دا د ترکیې لومړنۍ مرسته نه ده، بلکې پخوا یې هم د افغانستان له زیان لیدونکو کسانو سره مرستې کړې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.
سرچینې زیاته کړه چې هېواد یې په پام کې لري څو د ژمي په رارسېدو سره د ترکیې د بنسټونو له لارې د افغانستان له زیان لیدونکو خلکو سره ژمنۍ مرستې هم ترسره کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي صفت الله قریشي په دغو مراسمو کې وویل چې ترکیې هېواد یو ځل بیا د افغانستان له زیان لیدونکو کسانو سره د ۳۳ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
هغه له ترکیې د مننې ترڅنګ له هغه هېواده وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه په افغانستان کې نږدې ۲۵میلیونه کسان مرستې ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، دغه مرسته به په ټول هېواد کې په شفاف ډول د جګړې، زلزلې او سېلابونو له امله زیان لیدونکو ته رسول کېږي.
په افغاني سره میاشت کې سرچینې وایي چې دغه مرسته به نږدې ۲۳۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.









