ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګردېز کې د کرکټ اکاډمي پرانيستل شوه

په ګردېز کې د کرکټ اکاډمي پرانيستل شوه

author avatar
5 Oct 2021 - 16:47
په ګردېز کې د کرکټ اکاډمي پرانيستل شوه
author avatar
5 Oct 2021 - 16:47

ګردېز (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): په ګردېز کې د کرکټ بورډ له خوا جوړه شوې د کرکټ لومړنۍ تمريناتي اکاډمي جوړه او پرانيستل شوه، خو لوبغاړي وايي دوی سرپټې اکاډمي ته اړتيا لري.

د يادې اکاډمي چارې د روان کال په لومړيو کې پيل شوې وې، چې د لوبغاړو لپاره د توپوهنې او توپ اچونې تمريناتي لومړنۍ اسانتيا برابروي.

د کرکټ يو تن لوبغاړی ميرویس خان د يادې سرلوڅې اکاډمي جوړېدل ښه بولي، خو نيوکه کوي چې په خبره يې د شاوخوا شپږ کلونو په تېرېدو لا هم پکتيا کې د کرکټ لپاره هیڅ معياري اسانتيا نه ده برابره شوې.

خان پژواک ته وويل:((دا اکاډمي ښه ده، خو دا ډېر عادي او ابتدايي شی دی. اوس بايد ګراونډ جوړ وای، د يوې پر ځای بايد څو اکاډمۍ وای، د کرکټ لوبې، تمرينات او ټورنمنټونه وای، خو تاسو وينئ، چې يو څه هم نشته. سره له دې چې پکتيا ډېر او تکړه لوبغاړي لري، خو مرکز دې ولايت ته هیڅ نه دي کړي.))

د کرکټ لوبغاړو يو تن روزونکي جنت خان خاموش وويل، تر څو چې د کرکټ لوبغالی او سرپټې معياري اکاډمي جوړه نه شي، په خبره يې په دې ولايت کې به د کرکټ وده له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

خاموش زياته کړه:((په پکتيا کې د سرپټې اکاډمي بيخي ډېر ضرورت دی، دا سوړ ولايت دی او څو مياشتې بيرون تمرينات او لوبې نه شي کېدلی. نو د دې لپاره دې پر ګراونډ جدي او واقعي کار وشي، سرپټې اکاډمي دې جوړه شي او لوبغاړو ته دې د ژمي په موسم کې ګرمسېرو ولايتونو کې د لوبو زمينه سازي وشي.))

د پکتيا د اطلاعات او کلتور رييس خالقيار احمدزي خواشيني څرګنده کړه، چې په پکتيا کې د کرکټ د هېواد په کچه د زياتو لوبغاړو او مينه والو د شتون سربېره په دغه ولايت کې د کرکټ د ودې لپاره هیڅ بنسټيز ګام نه دی اخيستل شوی.

احمدزی وايي:((د لوبغالي جوړولو روان او راتلونکي کارونه بايد پوره شفاف او له فساده لرې تر سره شي؛ ځکه تر اوسه چې کوم مشکلات دي هم په تېر کې د کرکټ لوبغالي په کارونو کې د فساد له امله دي؛ همدارنګه بايد حق، حقدار ته وسپارل شي او تکړه لوبغاړي رامخې ته شي.))

د کرکټ بورډ پرمختیایي مسول فردوس غني د لوبغاړو او روزونکو ستونزې او شکايتونه پر ځای وبلل او ويې ويل چې د کرکټ لوبغالي د چمن، پويلين، سټنډونو او نورو چارو د سمون لپاره عملي هلې، ځلې روانې دي.

غني وويل هڅه يې دا ده، چې د لوبغاړو لپاره د ولسواليو او ولايتونو په کچه لوبې زياتې شي.

نوموړي زياته کړه:((سرپټې اکیډمي رښتيا هم دلته جدي اړتيا ده او موږ يې درک کوو، دا او په معياري ډول د ګراونډ د چارو د تر سره کېدو مهم موضوعات مو په نظر کې دي او امکاناتو ته په کتو به يې په اړه اقدامات وشي.))

په ګردېز کې د کرکټ لوبغالي جوړېدو کارونه په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوي و، خو له هغه راهيسې د شاوخوا شپږ کلونو په تېرېدو په يادو چارو کې د پراخ فساد له امله يې تر اوسه کارونه نيمګړي پاتې دي.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.