کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د چارو ادارې عمومي ریاست وایي، هغه حکومتي کارکوونکي چې تر اوسه یې د زمري میاشتې معاش نه دی اخیستی، ژر به ورکړل شي.
د چارو ادارې د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د حکومت د معاشونو ستونزې د حل په موخه د مختلفو ادارو د ګډ کمېسیون له خوا د څو ناستو په پایله کې شوې ده.
د یادونې ده، یاد کمېسیون د ریاست الوزراء د مرستیال ملا عبداالسلام حنفي په مشرۍ د مالیې او مخابراتو وزارتونو د سرپرستانو، د چارو ادارې د عمومي رییس، مرکزي بانک او کابل ښاروالۍ د رییسانو په ګډون، نن په کابل کې جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي: «د حکومتي کارکوونکو د زمري میاشتې معاشونو نه ورکول له مخکني حکومته اسلامي امارت ته پاتې یوه ستونزه وه. د مخکنۍ ادارې چارواکو د بانکونو د نورو شتمنیو په څېر د حکومتي کارکوونکو د زمري میاشتې معاشونه هم غلا کړي او هغوی یې له معاشونو بې برخې کړي دي.»
سرچینې د چارو ادارې د عمومي رییس مولوي احمد جان احمدي له قوله لیکلي: «د همدې لپاره د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د معاشانو ورکولو لړۍ د مالیې وزارت له لوري پیل شوې چې په لومړي پړاو کې به د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، مالیې او کرنې وزارتونو کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړل شي.»
سرچینې لیکلي چې د یادو وزارتونو د کارکوونکو معاشونو له ورکولو وروسته د امارت د ټولو ادارو د کارکوونکو معاشونو بهیر پیل شوی چې اوس هم دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي چې چارو ادارې د عمومي ریاست د بشري سرچینو ریاست مرستیال محمد ظریف مجددي، وایي چې د چارو ادارې د عمومي ریاست ډېری کاروونکو ته هم د تېرې زمري میاشتې معاشونه ورکړل شوي دي.
هغه زیات کړې چې د چارو ادارې د عمومي ریاست د دوو اصلي برخو (د عمومي ریاست او د ملي پراختیا د عملیاتي او حمایوي ادارې) چې ۲۳۰۰ کارکوونکي لري او د چارو ادارې ۶۰سلنه تشکیل جوړوي، ټولو ته معاشونه ورکړل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پنځو نورو (حقوقي واحد، د پالېسۍ ادارې، د پانګونې د اسانتیا واحد، د ملي تدارکاتو ادارې او استراتیژیکو او عامه اړیکو ادارو) معاشونه به په راتلونکو اوونیو کې ورکړل شي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن