ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ښوونکي د معاشونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ننګرهار ښوونکي د معاشونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

author avatar
5 Oct 2021 - 15:59
د ننګرهار ښوونکي د معاشونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
author avatar
5 Oct 2021 - 15:59

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار ښوونکي شکایت کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغوی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د تلې ۱۳مه په هېواد او نړۍ کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په دې تړاو د جلال اباد ښار اړوند د ننګرهار لېسې په انګړ کې هم غونډه جوړه شوې وه چې ګڼو ښوونکو او د پوهنې ریاست چارواکو په کې ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې ډېرې ویناوې د ښوونکو پر اقتصادي ستونزو او معاشاتو ور ټولې وې.

خو د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي ډاډ ورکوي چې د ښوونکو د دغې ستونزې د حل لپاره په مرکزي کچه کار روان دی او ډېر ژر به ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي.

ښوونکو که څه هم د چارواکو د دغه اقدام ستاينه کوله چې ښوونکي يې په ياد دي او د دوی ورځ نمانځي خو غوښتنه یې کوله چې د دوی د معاشونو ستونزه دې حل شي.

آن ډېری ښوونکي د اقتصادي ستونزو له امله دندو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ننګرهار دعالي لېسې ښوونکي کریم الله پژواک خبري اژانس ته وویل: ((درې میاشتې کېږي چې د ننګرهار ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له امله یې ښوونکي له اقتصادي اړخه سخت ځپل شوي دي.))

له حکومت څخه د ټولو ښوونکو غوښتنه دا ده چې هر څه ژر د دوی معاشونه اجرا کړي.

د جلال اباد ښار د ميا عمر عالي لېسې ښوونکی رضاخان هم ورته شکايت لري او وایي، ګڼ شمېر ښوونکي اړ شوي چې دندې پرېږدي او د خپلو بچو د نفقې پيدا کولو لپاره مزدوري وکړي.

که اوسنی حالت دوام وکړي نو د ښوونکو تر څنګ به زده کوونکي او په ټوله کې د ښوونې او روزنې بهیر سخت اغېزمن شي.

د پوهنې رييس مفتي حبیب حضرت حقاني ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې ژر به دوی ته د تېرو درېيو میاشتو معاشونه ورکړل شي.

نوموړی وايي، له دې سره سره به په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هم حل کړي.

حقاني زیاته کړه: ((په ننګرهار کې به د ښوونکو د تېرو درېیو میاشتو پاتې معاشونه په نږدې راتلونکي کې ورکړل شي او په دې برخه کې مو جدي کار پیل کړی، دا ستونزه مو له مرکز کابل سره شریکه کړې او همدارنګه د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په لارو چارو بوخت یو.))

په ننګرهار کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ټولګي پیل شوي او لا تراوسه له شپږم ټولګي پورته د ټولګیو برخلیک روښانه نه دی.

پوهنې وزارت دوه اوونۍ وړاندې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو یاد وزارت خبر ورکړی چې د نجونو د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو د پرانیستلو په اړه یې په یوې ځانګړې طرحې کار کوي چې لا تراوسه وروستۍ شوې نه ده.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.