ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکمنستان د افغانستان له نوي حکومت سره کار کولو ته چمتووالی ښودلی

ترکمنستان د افغانستان له نوي حکومت سره کار کولو ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د ترکمنستان ولسمشر تمه لري چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت سوله غوښتونکې بهرنۍ پالیسي ولري او وایي، هېواد یې  چمتو دی د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او دغه هېواد غواړي چې له افغانستان سره همکار و اوسي.

هغه زياته کړه، ترکمنستان غواړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي مخې ته لاړې شي.

ده ټینګار کړی چې ترکمنستان به د افغانستان په تړاو په خپل بې پلوي دریځ ولاړ وي او غواړي د افغانستان نوي سرپرست حکومت سوله غوښتونکې بهرنۍ پالیسي ولري.

طالبانو شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیو.

له هغه وروسته د نړۍ هېوادونه په دې اړه بېلابېل غبرګونونه ښیي.

له دغو غبرګونونه ځیني یې سخت دي او د ځینو هېوادونو بیا په دې تړاو نرم غبرګونونه ښودلي خو تر اوسه هیڅ هېواد په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی خو په یو ډول له دغه حکومت څخه ملاتړ کوي.

د راپورونو پر بنسټ، په ټوله کې د نړیوالو غوښتنه دا ده چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته درناوی ولري.

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.