کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د اروپایي ټولنې مخکني استازي افغانستان ته د ۲۵ ټنه درملو له استولو خبر ورکړی دی.
دغه مطلب د اروپایي ټولنې پخواني استازي رولاند موبیا پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.
هغه لیکلي چې دغه مرسته یادې ټولنې له اړمنو سره کړې چې تېره ورځ (سه شنبه) افغانستان ته رسېدلې ده.
کوبیا دغه مرستې د ژوند ژغورونکو درملو په نوم یادې کړې دي.
له دې مخکې د اروپا او ځینو نورو هېوادونو له خوا اندېښنې راپورته شوې وې چې په افغانستان کې د پخواني نظام له ړنګېدو وروسته روغتیایی خدمات له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.
نړیوال روغتیایي سازمان (WHO . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن