پکتیکا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجات غږ په نوم یوې اېف اېم راډیو خپرونې پیل کړې.
دغه راډیو تر ډېره دیني خپرونو ته ځانګړې شوې ده.
د نجات غږ راډیو مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې په پکتیکا کې یوه داسې راډیو په فعالیت پيل کوي چې ټولې خپرونې به یې دیني وي.
هغه زیاته کړه، دغه راډیو د یوه سوداګر په مالي لګښت فعاله شوې چې د ټولنې د اسلامي ویښتابه او ملي شعور د پراخېدو په موخه به خپرونې کوي.
نوموړي یادونه وکړه چې له پخوا یې د دې راډیو د فعاله کېدو تکل کړی او له هماغه وخته د جواز په اخیستلو بوخت وو چې اوس وتوانېدل ټولې تخنیکي چارې بشپړې او راډیو خپرونو ته اماده شي.
دیني عالمان د راډیو پر فعاله کېدو خوښ دي او وايي له دې لارې به خلکو ته د دیني اصولو په اړه پوهاوی ورکول اسان شي.
دوو دیني عالمانو مولوي نورمحمد نعماني او پيرمحمد وویل، د دې راډیو خپرونې به د مشهورو دیني عالمانو له خوا چمتو کېږي او خلکو ته به دیني پوهاوی ورکول کېږي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر قاري امیرمحمد هم د دې راډیو پر فعالیت خوښي وښوده او ویې ویل چې دوی به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.
د نجات غږ په نوم دغه راډیو په داسې حال کې په پکتیکا کې خپرونې پیلوي چې د طالبانو له راتګ سره په دغه ولایت کې له ۷ راډیوګانو ۴ یې تړل شوې دي.
د راډیوګانو د تړل کېدو لاملونه د بیان ازادۍ محدودیت او مالي ستونزې ګڼل کېږي.
د همدې ستونزې له امله په هېواد کې لسګونه رسنۍ تړل شوي او په سلګونو کارکوونکي یې بې کاره شوي دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن