Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوري: خلک دې په هره برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي

ګردېز (پژواک، ١٤ تله ١٤٠٠): د قومونو او قبايلو چارو وزير وايي چې اوسنى نظام يواځې د طالبانو نه، بلکې د ټولو خلکو دى او هر څوک حق لري چې کار په کې وکړي.

د قومونو او قبايلو چارو وزير نورالله نوري پکتيا ته سفر وکړ او د دغه ولايت له قومي مشرانو سره يې د نوي نظام د ملاتړ جلبولو، په سرحدي سيمو کې يو شمېر ستونزو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د نوي نظام په پاليسيو، پر کورنيو سياستونو، په شته ستونزو او فرصتونو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې او همدا ډول قومي مشرانو هم له نوموړي د يو شمېر ستونزو د حل کولو غوښتنې وکړې.

نوري وويل: ((نظام نه يوازې د طالبانو دی، بلکې د ټولو افغانانو دی، هر څو حق لري چې په نظام کې کار وکړي او د ټولو وګړو هر ډول حقوق به په کې خوندي وي.))

نوموړي وويل چې له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو سره خبرې پيل شوې، څو نوى نظام په رسميت وپېژني او هر ډول همکاري وکړي.

نورالله نوري  وويل چې په افغانستان کې د تاريخ  په اوږدو کې قومونو او قبايلو د نظامونو په قوي کېدو کې ښه رول لوبولی، نو د پکتيا له قومونو هم غواړي چې دغه رسالت بيا ادا کړي او له حکومته ملاتړ وکړي.

د قومونو او قبايلو چارو وزير نورالله نوري په سرحدي سيمو کې پاکستان ته د تلونکو افغانانو، ګمرکونو او يو شمېر نورو ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د دې ستونزو د حل لپاره به يو ځانګړی کمېسيون ګوماري څو د حل لارې ورته پيدا کړي.

د پکتيا قومي مشرانو هم له وزير څخه يو شمېر غوښتنې وکړې چې نوی نظام بايد ورته توجه وکړي.

يوه قومي مشر سناتور لايق منګل وويل: ((پکتياوال له هر حکومت سره د خپلې خاورې د ساتنې، ملي ګټو، عامه امنيت او نورو ګټو د خوندي کولو لپاره همکارۍ کړې او له نوي حکومت سره به هم خپله همکاري جاري وساتي.))

نوموړي وويل، د قبايلو وزارت دې قومي مشرانو ته دا زمينه برابره کړې څو د پښتونخوا له مشرانو سره تګ راتګ ولري او کومې ستونزې چې په دواړو خواوو کې پيدا کېږي، د خبرو له لارې حل کړي.

منګل دا هم وويل چې حکومت دې په ادارو کې مسلکي کسان پر دندو وګوماري او کوم اقتصادي ناورين چې رامنځته شوی، د خلاصون لپاره دې بېړنی اقدام وکړي.

د يادونې ده، د نوى نظام له رامنځته کېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې يو وزير پکتيا ولايت ته سفر کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.