ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت وايي، د دوحې تړون ښه ګام و او نور باید څوک پر افغانستان د یرغل فکر ونه کړي

افغان حکومت وايي، د دوحې تړون ښه ګام و او نور باید څوک پر افغانستان د یرغل فکر ونه کړي

author avatar
7 Oct 2021 - 16:36
افغان حکومت وايي، د دوحې تړون ښه ګام و او نور باید څوک پر افغانستان د یرغل فکر ونه کړي
author avatar
7 Oct 2021 - 16:36

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): افغان حکومت له امریکا سره د دوحې تړون او د بهرنيو ځواکونو وتل يو ښه ګام بولي او وايي چې په افغانستان يرغل بدې پايلې لري او هيڅوک يې بايد په اړه فکر هم ونه کړي.

له نن څخه پوره شل کاله مخکې په همدې ورځ (د اکتوبر ٧مه) امريکايي ځواکونو د افغانستان پر خاورې وسله وال بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې ړنګ کړ.

خو له يادې نېټې نږدې شل کاله وروسته د افغانستان د حکومت کنټرول يو ځل بيا طالبانو ترلاسه کړ.

د افغانستان نوي حکومت پر افغانستان د امريکا د بريد په اړه نن يوه اعلاميه خپره کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي: ((له نن څخه پوره شل کاله مخکې په همدې ورځ  امریکا زموږ پر ګران هېواد افغانستان پوځي یرغل وکړ او اسلامي امارت د ملکي هېوادوالو د تلفاتو او په ښارونو کې د تخریب د مخنیوي هدف د لنډمهال لپاره ظاهراً له ښارونو څخه خپل ځواکونه و ایستل.»

سرچینه زياتوي، امريکايي يرغل په تېرو شلو کالو کې امریکایي ولس ته له ځاني تلفاتو او بې شمېره مالي لګښتونو پرته بل څه نه درلودل او د دغه بريد په پايله کې زرګونه مړه، ټپيان، معيوب او بې کوره شول.

په اعلاميه کې راغلي: «دا چې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هېواده خپل ځواکونه و ایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي چې زموږ په هېواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هيڅکله یې هم په اړه باید فکر ونه کړي.»

په اعلاميه کې له ملګرو ملتون او نورو هېوادونو غوښتنه شوې چې خپلې مرستې دې د سیاسي فشارونو وسیله نه ګرځوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوى چې افغانان بايد پرېښودل شي څو د خپل هېواد راتلونکي په اړه خپله تصمیم ونیسي.

د راپورونو پر بنسټ، په ياده شل کلنه جکړه کې ۲۴۴۸ تنه امریکايي سرتېري، ۳۸۴۶ امریکایي قراردادیان، ۱۱۴۴ د ناټو غړي او متحدين، ۶۶زره افغان ځواکونه، څه باندې ۵۱زره ملکي افغانان او نږدې ۷۲ خبريالان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.

خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقيق ارقام نه دي خپاره شوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.