Pajhwok Afghan News

پنځو هېوادونو د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان کې د بشري وضعیت له څارلو سره مخالفت کړی

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارولو په موخه د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې، خو روسیې، چین، پاکستان، ونزویلا او اریتریا یې مخالفت کړی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه پرېکړه پرون په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې شوې چې له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هغه هېواد کې بشري وضعیت وڅاري او په دې برخه کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د راپور له مخې، پاکستان، چین او روسیې د دغه اقدام مخالفت کړی، خو اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د چارو لپاره د بشري حقونو د ځانګړي خبریال د ګومارلو له طرحې ملاتړ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې سفیرې لوټي کنوډسن ویلي :” دا یو ضروري اقدام دی څو د یوه ژمن او خپلواک کارپوه له لارې دوامداره څارنه وشي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.”

هغې زیاته کړې:” زموږ لپاره د مېرمنو او نجونو حقونه د خاصې اندېښنې وړ موضوع ده. د طالبانو اقدامات د مېرمنو او نجونو له  حقونو سره په ټکر کې دي او په جدي توګه د اندېښنې وړ دي.”

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د شورا د ۴۷ هېوادونو له ډلې څخه ۲۸ هېوادونو د دغې طرحې ملاتړ وکړ، خو پنځو هېوادونو پاکستان، ونزویلا، اریتریا، روسیې او چین یې بیا پر وړاندې مخالفت وکړ، ۱۴ هېوادونو د رایې له ورکولو ډډه وکړه.

پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو تېره میاشت هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی و.

د یاد پوست د رامنځ ته کېدو پرېکړه لیک، واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ترتیب شوی و او امریکا او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي ورڅخه ملاتړ کړی و.

خو د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو عالي کمېشنرې میشل بچلیټ له یادې شورا څخه وغوښتل څو په افغانستان کې د بشري حقونو د سړغړونو لپاره د څارنې یو میکانیزم رامنځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی استازی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له څارنې او د وضعیت د ښه والي لپاره پر سپارښتنو سربېره، دنده ولري چې له دغه هېواد سره د بشري حقونو د مکلفیتونو د ترسره کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرېکړه لیک په افغانستان کې”د بشري حقونو د ټولو سرغړونو او ناوړه چلندونو او د بشر دوستانه قوانینو د نقض په برخه کې د سرغړونو د عاجل پای تر څنګ، د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو غونډو په ګډون ټولو بنیادي ازادیو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.”

ټاکل شوې ده دا استازی راتلونکې میاشت معرفي شي،‌ دنده به یې په لومړۍ مرحله کې ۱۲ میاشتې وي او هغه باید د یوه کال په موده کې د افغانستان د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته تحریري راپور وړاندې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له دې پرمختګ څخه په هرکلي ویلي چې د ځانګړي خبریال د پوست رامنځ ته کول، په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د شورا د څارنې په برخه کې مهم لومړی ګام دی.

طالبانو د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، تمه یې دا ده چې ملګري ملتونه له هغو کسانو سره محاسبه وکړي‌ چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغان ولس ځپلی او دا هېواد یې وران کړی.‌

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرټر بلال کریمي زیاته کړې: “موږ په تېرو شلو کلونو کې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال او همدا راز د خپلو ملي ارزښتونو او دیني نوامیسو د دفاع لپاره سپېڅلی جهاد کړی. دا د هر ملت مسلم حق دی.‌ زموږ خلک بې کوره او معیوب شول یا ووژل شول. له هغو ټولو حقونو بې برخې وو چې نور خلک یې د نړیوالو اصولو له مخې لري”.

Views: 3991

Exit mobile version