کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۰): د کابل له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او د افغانستان د نوي حکومت چارواکو ترمنځ خبرې کېږي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ټول ولایتونه ونیول او پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت، طالبانو د روان زېږدیز کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه کابل ونیو او وروسته یې سرپرسته کابینه اعلان کړه.
د فرانسې خبري اژانس (ای اېف پي)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې خبر ورکړی چې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
خو سرچینې زیاته کړې چې په دغه پلاوي کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد- چې له طالبانو سره یې شاوخوا دوه نیم کاله مذاکرات وکړل او د دوحې تړون یې لاسلیک کړ، شتون نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی په پلاوی کې د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای اي ډي) د استخباراتو او ځینو نورو ادارو غړي شامل دي.
دغه وزارت وایي چې دوی به له طالبانو سره د بشري حقونو، بشري مرستو او له طالبانو د یوه بندي امریکایي د خوشي کولو او له افغانستانه د خلکو په وتلو کې پر همکاریو خبرې اترې ولري.
سرچینې زیاته کړې: “په دې ناسته کې پر طالبانو ټینګار کوو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولشمول حکومت جوړ کړي چې د ټولو ملاتړ له ځان سره ولري.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویلي، دا چې افغانستان له خراب اقتصادي حالت سره مخ دی، د افغانستان پر سرپرست حکومت به فشار راوړل شي، څو ټولو مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړي چې په ټولو سیمو کې مرستې ووېشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، یاده لیدنه په دې معنا نه ده چې ګواکې دوی د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندلی، دغه کار به د طالبانو کړنو ته په کتو وشي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی پرون قطر ته روان شوی دی.
هغه زیاته کړې چې پلاوی به د قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو او پلاوو سره د وروستیو تحولاتو او بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.
د یادونې ده، د کابل له سقوطه وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکا او طالبان نیغ په نیغه او مخامخ خبرې کوي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له ناستې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په مشرۍ امریکایي پلاوی اسلام اباد ته تللی و او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
Views: 736
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن