کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وایي، نن یې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان د حريم پر درناوي، د يو بل په چارو کې پر نه لاسوهنې، له يو بل سره پر مثبتو اړيکو او متقابل تعامل په اړه خبرې کړې دي.
پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ يو پلاوی قطر ته لاړ او نن (شنبه) د کابل له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او د افغانستان د نوي حکومت چارواکو ترمنځ خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په یوه خپور شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې نن یې له امریکایي چارواکو سره په دوحه کې ليدلي دي او دا خبرې به سبا هم دوام کوي.
دی وایي، په دې ليدنه کې خوښي څرګند شوه چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه یو واحد پلاوي سره خبرې کوي ترڅو د افغانستان د ستونزو حل لپاره تصمیم ونیسي.
د هغه په وينا، په دغه ناسته کې همداراز د بشري مرستو پر دوام، د دوحې تړون پر بشپړ تطبيق، د افغانستان د حريم د درناوي، د يو بل په چارو کې د نه لاسوهنې، له يو بل سره د مثبتو اړيکو او متقابل تعامل په اړه ټينګار وشو.
متقي وایي، دوی په دغه ناسته کې امریکایي چارواکو ته ویلي چې د افغانستان بې ثباتي د هیچاته په ګټه نه ده او له افغانستان سره تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په زیان نه استعمالیږي، ويلي، دوی له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانانو سره مرستې وکړي.
Views: 1488
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن