کابل (پژواک، ۱۹تله ۱۴۰۰): د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې، کام ایر هوايي شرکت او د جلغوزیو صادروونکو ترمنځ د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک نن دوشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي سرپرست رییس شفیق الله عطايي، کام ایر هوايي شرکت استازي محمد داوود شریف او د جلغوزیو د صادروونکو اتحادیې رییس دلدار ځدراڼ ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه لیک د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو صادراتو د بیا پیل په موخه لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند له هوايي شرکتونو له دې ډلې کام ایر څخه وغوښتل چې د هېواد اوسني وضعیت او هوايي دهلیز کې د حکومت له خوا د سب سایډي نه موجودیت ته په کتو باید د لېږد بیه ټیټه کړي.
هغه دغه ارز د افغانستان له اړوندو وزارتونو څخه غوښتنه وکړه چې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته د صادراتو په برخه کې همکاري او ملاتړ وکړي.
د ترانسپورټ وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا د هېواد اقتصادي څرخ د حرکت برخه کې د سوداګرۍ او خصوصي سکټور رول ته په اشاره د افغانستان صادراتو د پراختیا لپاره د ډېرو اسانتیاوو برابرولو برخه کې د دغه وزارت له مکلفیتونو ډاډ ورکړ.
د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي ریاست سرپرست شفیق الله عطايي د سیاسي نظام تر بدلون وروسته په تېرو دوو ماشتو کې رامنځته شوې سکتګۍ ته په کتو د افغانستان د صادراتو برخه کې شته جدي ستونزو ته د رسېدو لپاره د دې خونې له هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، یو شمېر نړیوالو شرکتونو هم د هوايي دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو د لېږد برخه کې خپل تیاری ښودلی دی.
د جلغوزیو صادروونکو اتحادیې رییس دلدار ځدراڼ د جلغوزیو صادراتو او په دې برخه کې شته ستونزو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، د صادراتو پیل د خلکو پر اقتصاد، د جلغوزیو پر تولید او د جلغوزیو د پروسس په کارخانو کې پر سلګونه کارکوونکو فوق العاده اغېز لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP