کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۰): د اروپا کمېسیون رییس اعلان کړی چې د افغانستان اړوند ۲۰ ډلې ناسته کې چې د ترسره کېدو په حال کې ده له افغانستان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته وړاندې کړي.
د اروپا کمېسیون رییس اورزولا فن در لاین ویلي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره باید ټول هڅه وکړي.
د راپورونو له مخې، د اروپايي اتحادیې په مرستو کې ۳۰۰ میلیون یورو بشردوستانه مرستې چې مخکې یې ژمنه شوې وه، ۲۵۰ میلیون یورو د روغتیا، د افغانستان له ګاونډیانو د ملاتړ او سیمې د امنیت ښه کېدو لپاره مالي مرستې شاملې دي.
د ۲۰ ډلې مشرانو نن د افغانستان د وضعیت او په دغه هېواد کې د مالي بحران د ارزونې په موخه کتلي دي.
اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان له مسوولینو او حاکمانو سره د دې اتحادیې هر ډول تعامل او د بشر حقونو مساله روښانه ده خو افغانان باید د طالبانو د کړنو قیمت ور نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP