ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په بلخ کې خصوصي بانکونه د افغانستان بانک د سپارښتنو خلاف عمل کوي

خلک: په بلخ کې خصوصي بانکونه د افغانستان بانک د سپارښتنو خلاف عمل کوي

author avatar
15 Oct 2021 - 11:06
خلک: په بلخ کې خصوصي بانکونه د افغانستان بانک د سپارښتنو خلاف عمل کوي
author avatar
15 Oct 2021 - 11:06

مزارشريف (پژواک، ۲٣ تله ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې خلک وايي چې ډېری خصوصي بانکونه د افغانستان بانک د سپارښتنو خلاف عمل کوي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې یاد بانکونه په اوونۍ کې تر لس زره افغانۍ ورکوي او همدا راز (مني ګرام) او (ويسترن يونين) خدمات هم په ټپه ولاړ دي.

د مزارشريف اوسېدونکي همدا راز وايي چې په بانکونو کې دوی ته د ډالرو پر ځای افغانۍ ورکول کېږي چې د بازار له نرخ سره ډېر توپير لري.

پر افغانستان د طالبانو له حاکميت سره سم په دغه هېواد کې د نورو خواوو ترڅنګ بانکي خدمات هم د لنډې مودې لپاره ودرېدل خو بيا وروسته د افغانستان بانک له خوا د نوو مقرراتو له اعلان وروسته بېرته پيل شول.

د افغانستان بانک د نوې لايحې له مخې، هر وګړی کولای شي چې په بانکونو کې له خپل انفرادي حساب څخه په اوونۍ کې شل زره افغانۍ يا هم ۲۰۰ امريکايي ډالر ترلاسه کړي.

خو اوس په مزارشريف کې د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریان شکايت کوي چې ياد بانکونونه د افغانستان بانک د سپارښتنو خلاف عمل کوي.

د مزارشريف اوسېدونکي محمد صابر پژواک اژانس ته وويل چې د غالۍ اوبدلو يوه وړوکې کارګاه لري او مجبور دی چې خام مواد يې په بازار کې وپېري.

هغه زياته کړه چې په عزيزي بانک کې خپل شخصي انفرادي حساب لري، په داسې حال کې چې دی لږ تر لږه ۲۰زره افغانيو ته اړتيا لري؛ خو دغه بانک ورته تر لسو زرو ډېرې افغانۍ نه ورکوي.

د هغه په وينا، د خصوصي بانکونو دا ډول چلند خلک نور هم پر دوی باندې بې باوره کوي.

صابر وويل: ((حتی دا بانکونه اوس هم زموږ مجبوريت نه درک کوي، زه خپله يوه کارګاه لرم چې له هماغې لارې د خپل ژوند اقتصادي اړتياوې پوره کوم، بانک کې پيسې لرم، خو دوی راته تر لسو زرو ډېرې نه راکوي، پر دغو زما چاره نه کېږي او دا وضعيت به ناوړه پایلې ولري.))

د هغه په وينا، خصوصي بانکونه بايد لږ تر لږه پر هغه څه عمل وکړي چې دوی ته د افغانستان بانک له خوا اجازه ورکړل شوې ده.

په ورته مهال په مزارشريف کې د خصوصي بانکونو يو شمېر مشتريان شکايت کوي چې له رسمي اعلان وروسته هم د مني ګرام او ويسټرن يونين خدمات په ټپه ولاړ دي.

د مزارشریف اوسېدونکي عبدالرشيد پژواک ته وویل چې درې ورځې پرله پسې بانک ته ولاړ خو د ويسټرن يونين خدمات په کې نشته.

نوموړي زياته کړه چې پخوا به يې ورور ډېری وخت له لندنه ورته د کور مصارفو په خاطر پیسې رالېږلې؛ خو اوس مهال نه شي کولای چې هغو پيسو ته لاسرسی پيدا کړي.

هغه په خصوصي بانکونو کې روان وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه چې خصوصي بانکونه د روان وضعيت د مديريت وړتیا نه لري.

حامد د مزارشريف بل اوسېدونکی دی چې د خصوصي بانکونو له ناسم چلنده شکايت کوي.

هغه پژواک ته وویل، په داسې حال کې چې په حساب کې یې پيسې شته، خو نه شي کولی چې له هماغو پيسو د خپلې برېښنا بېل اجرا کړي.

نوموړي زياته کړه، دی مجبور دی لومړی له خپل حسابه پيسې را وباسي او بيا يې بېرته بانک ته ورکړي، څو هغوی ورته د برق بېل اجرا کړي.

حامد زياتوي: ((له بانک څخه د پيسو را ايستل يو قيامت دی، خو موږ مجبور يو چې اول خپل اکونټ نه پيسې را وباسو، بيا يې بېرته بانک ته ورکړو چې د برق بېل مو اجرا شي، دا مزاحمت يې قصداً ايجاد کړی.))

نوموړي همدا راز شکایت وکړ چې بانکونه د ډالرو پر ځای خلکو ته افغانۍ ورکوي او بيا يې د بازار له نرخه په ټيټه بيه تبادله کوي.

په ورته مهال په بلخ کې يو شمېر سوداګر وايي چې په بانکونو کې پر پيسو لګول شوي محدوديت سوداګريزې چارې هم ټکنۍ کړې دي.

په مزارشريف کې د کفايت مارکېټ يوه سوداګر حاجي رحيم پژواک ته وويل چې په بانکونو کې د خلکو د پيسو له بندېدو سره په بازارونو کې د توکو نرخونه ورځ تر بلې لوړېږي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان بانک بايد د خصوصي بانکونو چارې په جدي ډول وڅاري او د سرغړونې په صورت کې دې قانوني چلند ورسره وکړي.

د هغه په خبره، خلکو ته بايد ډاډ ورکړل شي چې د دوي پيسې خوندي دي، که نه د روان وضعيت له امله به پر بانکونو د خلکو اعتماد صفر ته راټيټ شي او بالاخره به بانکي سيستم په بشپړ ډول سقوط وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د خصوصي بانکونو نظر هم ولري؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

وړاندې تر دې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.

Visits: 460

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.