کابل (پژواک، ٢٣ تله ١٤٠٠): د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر ٤،٨ ميليونو ته ورسېد.
کرونا ويروس چې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې لا هم پاتې دی.
د هغو نړيوالو سرچينو معلوماتو له مخې چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن (د تلې ٢٣مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٤٠ میلیونو ته رسېدلی دی.
دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٢١٧ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ٤،٨ ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا سلګونه زره کسان پر کرونا اخته او زرګونه نور ترې مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر اوسه ٤٥ ميليونه، په هندوستان کې ٣٤ ميليونه او په برازيل کې ٢١ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په امريکا کې ٧٤١ زره، په هندوستان کې ٤٥١ زره او په برازيل کې ٦٠٢ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ١٥٥ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٧٢٠٠ کسان مړه او څه باندې ١٢٦ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP