Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او ازبکستان د ځینو پروژو لپاره تخنیکي ډلې وګومارلې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف- کابل- پېښور رېل پټلۍ او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړي او د عملي کېدو لپاره یې ګډې تخنیکي ډلې ګومارلې دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ پلاوی د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره له يوې ورځې خبرو ترسره کولو وروسته بېرته تېره شپه کابل ته را وګرځېد.

د افغانستان پلاوي تېره ورځ ازبکستان ته سفر کړی و.

سرچینه لیکي چې دغه پلاوی له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا، په ځانګړې توګه په راتلونکي ژمي کې سون‌ توکو او لومړنيو اړتياوو کې زياتوالي، د افغان سوداګرو لپاره په ترانزيټ کې د اسانتياوو، روغتيايي سکتور کې د همکارۍ، د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف- کابل- پېښور رېل پټلۍ په اړه هر اړخيزې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وروسته د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډې کاري تخنیکي ډلې رامنځ ته شوې او په اړوندو مسایلو یې تفصیلي خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي چې دغه ډلې به خپلو-خپلو مشرانو ته د راتلونکو ګامونو لپاره د لارې نقشه وړاندې کوي.

سرچینې لیکلي، د مشرانو له لارښوونې سره سم، راتلونکو لسو ورځو کې به لارنقشې بشپړېږي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.