ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ محصلين: د دولتي پوهنتونونو د بندېدو له دوام سره پر راتلونکي بې باوره شوي يو

د بلخ محصلين: د دولتي پوهنتونونو د بندېدو له دوام سره پر راتلونکي بې باوره شوي يو

author avatar
18 Oct 2021 - 16:39
د بلخ محصلين: د دولتي پوهنتونونو د بندېدو له دوام سره پر راتلونکي بې باوره شوي يو
author avatar
18 Oct 2021 - 16:39

مزارشريف (پژواک، ۲۶ تله۱۴۰۰): په دولتي پوهنتونونو کې د بلخ محصلين وايي چې د يادو پوهنتونونو د بندېدو په دوام سره پر خپلې راتلونکې نور هم بې باوره شوي دي.

دوی وايي چې حکومت ته پکار ده څو ژر تر ژره د دولتي پوهنتونونو دروازې د ښځينه او نارينه محصلينو  او استادانو پر مخ پرانيزي.

له دې سره يو شمېر مدني فعالان وايي چې د پوهنتونونو د رخصتۍ په دوام سره ډېری ځوانان د لوړو زده کړو په تړاو بې تفاوته کېږي.

خو شمال زون کې د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو کمېسيون مرستيال وايي چې ژر به دولتي پوهنتونونه د محصلينو پر مخ پرانيستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نوي سرپرست حکومت له اعلان سره سم لوړو زده کړو وزارت تر نامعلومې مودې د دولتي پوهنتونونو د رخصتۍ خبر ورکړ.

ياد وزارت ظاهرا د ښځينه او نارينه محصلينو د مختلط سيستم د اصلاح او يو لړ نورو تغيراتو منځ ته راتګ د پوهنتونونو د رخصتېدو مهم لاملونه ياد کړل.

خو د شاوخوا دوه مياشتو په تېرېدو سره لا هم معلومه نه ده چې دولتي پوهنتونونه به څه وخت پيل شي.

له دې سره په دولتي پوهنتونونو کې د بلخ يو شمېر محصلين وايي چې د لوړو زده کړو د ځنډېدو له امله پر خپلې راتلونکې تر پخوا لا ډېر بې باوره شوي دي.

د بغلان ولايت اوسېدونکی او د بلخ پوهنتون محصل احمد اميد پژواک ته وويل چې د دولتي پوهنتونونو د بندېدو دوام محصلين نا هيلي کړي دي.

هغه وايي چې په تېرو دوه کلونو کې لومړی د کرونا ويروس له امله د ډېر وخت لپاره پوهنتونونه رخصت شول او بيا په افغانستان د نوي تحول منځ ته راتلو سره بيا ځلي ياد پوهنتونونه بند شوي دي.

د هغه په وينا، که وضعيت همداسې دوام وکړي نو د محصلينو او ځوانانو تر منځ به د راتلونکي په تړاو ناهیلي او بې باوري نوره هم زياته شي.

نوموړی له حکومت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې پوهنتونونه پرانيزي.

د پوهنتون محصله او د مزارشريف اوسېدونکې سليمه بيا اندېښمنه ده چې د پوهنتونونو له پيل کېدو سره سم به نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي او که نه.

هغې پژواک ته وويل چې د دولتي پوهنتونونو محصلين منتظر دي څو ژر تر ژره يې زده کړې بيا پيل شي.

نوموړې زياتوي چې روان وضعيت له امله محصلين له يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي او که پر مخ يې دولتي پوهنتونونه خلاص نه شي نو اندېښنې يې نورې هم زياتېږي.

سليمه وايي: ((موږ ټول دې ته اندېښمن يو چې ايا بيا به درسونه شروع شي او که نه؟ که پوهنتونونه پرانيستل شي نو ايا ښځينه محصلينو ته به د تګ اجازه وي او که نه؟ دغه اندېښنې مو ورځ تر بلې زياتېږي.))

د هغې په وينا، حکومت بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او لکه څنګه چې يې په پيل کې ويلي وو، ژر دې پوهنتونونه پرانيزي.

په ورته مهال مزارشريف کې يو شمېر مدني او ټولنیز فعالان وايي چې د دولتي پوهنتونونو د رخصتۍ په دوام سره محصلين د لوړو زده کړو په تړاو بې تفاوته کېږي.

مدني او ټولنيز فعال ډاکټر غلام رسول پژواک ته وويل چې لوړو زده کړو وزارت بايد ژر تر ژره د پوهنتونونو د پيل لپاره خپله طرحه وروستۍ کړي.

د هغه په وينا، که وضعيت همداسې دوام وکړي نو ډېری محصلين به د لوړو زده کړو په تړاو بې تفاوته شي او حتی خپلې زده کړې به په نيمايي کې پرېږدي.

هغه وويل: ((که پوهنتونونه ژر شروع نه شي نو دا امکان ډېر موجود دی چې محصلين دل سرده شي او لوړې زده کړې په نيمه کې پرېږدي، ډېری محصلين د زده کړو نشتون او بيکارۍ له امله په ناقانونه توګه بهر ته د تللو کوشش کوي، چې دا د هېواد د راتلونکي په خير نه ده.))

د هغه په خبره، د هېواد د پرمختګ لپاره جدي اړتيا ده چې د لوړو زده کړو موسسات او دولتي پوهنتونونه فعال او پرانیستي وساتل شي.

له دې سره شمال زون کې د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو کمېسيون مرستيال ډاکټر احمد وزير ساپی وايي چې ژر به دولتي پوهنتونونه د محصلينو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړي زياته کړه چې لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د مختلط سيستم د اصلاح او نورو تغيیراتو راوستو په تړاو خپل کارونه نږدې وروستي کړي دي.

د هغه په خبره، حکومت هڅه کوي څو ښځينه او نارينه محصلينو ته له افغاني کلتور او ديني اساساتو سره سم له اسانتياوو ډک تحصيلي چاپېريال رامنځته کړي.

هغه زياتوي چې اسلامي امارت د ځوانانو د تحصيلاتو او تعليم لپاره ځانګړې پاملرنه لري.

د معلوماتو له مخې، بلخ ولايت کې ټول خصوصي پوهنتونونه د ښځينه او نارينه محصلينو پر مخ پرانيستي دي؛ خو د دغه ولايت دولتي پوهنتون لا هم رخصت دی.

Visits: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.