ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه

author avatar
19 Oct 2021 - 09:43
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه
author avatar
19 Oct 2021 - 09:43

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه او د هغه مرستیال توماس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په خپلې ټوېټرپاڼې د هغه له دندې استعفا تایید کړې ده.

بلنکین لیکلي چې د خلیلزاد مرستیال توماس وېسټ د افغانستان لپاره د امریکا د نوي استازي په توګه وګومارل شو.‏

خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه شاوخوا دوه کاله دنده ترسره کړې او په دې موده کې هغه د افغانستان مخکني حکومت مخالفې ډلې طالبانو سره تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته د قطر په مرکز دوحه کې یوه هوکړه وکړه.

دغې هوکړې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو اېستلو ته لاره برابره کړه او بالاخره څه باندې دوه میاشتې وړاندې طالبانو کابل ونیوه او افغانستان کې جمهوریت ړنګ شو.

Views: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.