کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه او د هغه مرستیال توماس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په خپلې ټوېټرپاڼې د هغه له دندې استعفا تایید کړې ده.
بلنکین لیکلي چې د خلیلزاد مرستیال توماس وېسټ د افغانستان لپاره د امریکا د نوي استازي په توګه وګومارل شو.
خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه شاوخوا دوه کاله دنده ترسره کړې او په دې موده کې هغه د افغانستان مخکني حکومت مخالفې ډلې طالبانو سره تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته د قطر په مرکز دوحه کې یوه هوکړه وکړه.
دغې هوکړې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو اېستلو ته لاره برابره کړه او بالاخره څه باندې دوه میاشتې وړاندې طالبانو کابل ونیوه او افغانستان کې جمهوریت ړنګ شو.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن