ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار قول اردو قوماندان د شمال قول اردو د تنظیم په موخه فاریاب ته لاړ

د مزار قول اردو قوماندان د شمال قول اردو د تنظیم په موخه فاریاب ته لاړ

author avatar
20 Oct 2021 - 13:18
د مزار قول اردو قوماندان د شمال قول اردو د تنظیم په موخه فاریاب ته لاړ
author avatar
20 Oct 2021 - 13:18

میمنه (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): په مزار  قول اردو قوماندان خبر ورکړ چې د دې قول اردو د هغو هلیکوپټرو او الوتکو د بېرته راګرځولو لپاره یې هڅې پیل کړې چې د مخکني حکومت د چارواکو په وسیله ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې او ویې ویل، په نوو تشکیلاتو کې د مخکنۍ قول اردو کارکوونکي هم جذبېږي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې ۲۷ فعالې هلیکوپترې او الوتکې موجودې وې چې اوس مهال ترې ۸ پاتې دي.

د مزار قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري تېر ماښام د هلیکوپټر په وسیله میمنې ته سفر کړی او د دغه ولایت په هوايي ډګر کې یې خبریالانو ته وویل: ((میمنې ښار ته زموږ د سفر موخه له نظامي مسوولینو سره د شمال قول اردو د تشکیل د ترتیب په اړه خبرې دي.))

عمري د پژواک خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ملي اردو په نوي تشکیل کې به د ملي اردو پخواني افسران او سرتېري جذب شي؟ وویل: ((له ډېریو سره یې اړیکه ټنګه شوې، وروسته له هغه چې کنډکونه او لېواوې ترتیب او تشکیل شي، هغه کسان چې په اداري، تخنیکي او انجنیري برخو کې کار کاوه او هغه کسان چې په اردو کې یې موجودیت د اسلامي امارت په ګټه وي جذبېږي او استفاده به ترې وشي.))

د عمري په خبره، د قول اردو تشکیلات به تغییر نه شي، هغه قطعې او لواوې چې مخکې په ولایتونو کې موجودې وې، بېرته احیا شي.

نوموړي د ملي اردو د هغو وسایلو او تجهیزاتو په اړه چې د غیر مسوول کسانو لاس ته لوېدلي اشاره وکړه او زیاته یې کړه، د دفاع وزیر د کتبي دستور له مخې ټول هغه وسایل، تجهیزات او نظامي وسلې چې هر ځای وي راټولې او په اړوند مرکزونو کې به یې قول اردوګانو ته ځای پر ځای کېږي.

هغه د ملي اردو د الوتکو او هلیکوپټرو په اړه چې ازبکستان او تاجکستان ته د مخکني حکومت د چارواکو له خوا انتقال شوې دي وویل، که څه هم د افغان حکومت د هغه نظامي تجهیزاتو او هلیکوپټرونو شمېر چې یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته وړل شوي مشخص نه دی، خو حکومتي مسوولینو د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي.

خو په فاریاب کې یوه پیلوټ چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، ۲۰۹ شاهین قول اردو کې ۲۷ فعالې هلیکوپټرې او الوتکې فعالې وې خو اوس مهال اته ترې پاتې دي.

د یادونې ده، په دغه سفر کې له عمري سره مولوي امان الدین او د مزار قول اردو رییس ارکان مولوي عبدالرازق هم ملتیا کوي، د مخکني حکومت تر سقوط وروسته دا لومړی هلیکوپټر ده چې د فاریاب هوايي ډګر کې ناسته کوي.

Views: 1133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.