کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند، دهمزنګ څلورلارې ته څېرمه د لاسي بم برید کې دوه مجاهدین ټپیان شوي دي.
دغه برید نن سهار شاوخوا اته بجې شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر امنیتي کسانو یاد لاسي بم له ژوبڼ څخه غورځول شوی دی.
د هغه په وینا چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
دی وایي چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP