Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د تېر نظام یو سرحدي پولیس وژل شوی

خوست ښار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): په خوست کې ناپېژاندو وسله والو د تېر نظام یو سرحدي پولیس وژلی دی.

د احسان الدین ځدراڼ په نوم دغه سرحدي پولیس د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د بهرام خېلو سیمې اوسېدونکی و.

د سیمې اوسېدونکي وايي، پنځه ورځې مخکې څو تنه وسله وال چې ځانونه یې طالبان بلل، د دغه سرتېري کور ته ورغلي او د پلټنو په بهانه یې له ځان سره بیولی دی.

د وژل شوي سرتېري یوه کلیوال شریف الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د احسان الدین ځدراڼ جسد تېره ورځ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په صحرا سیمه کې موندل شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه سرتېري له هیچا سره شخصي ستونزه نه درلوده او د نظام له سقوط سره پر خپل کور ناست و.

د خوست ولایتي چارواکي د یاد شوي سرتېري وژل تاییدوي خو وايي، په دې اړه پلټنې کوي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجیب احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅې يې پيل کړي څو معلومه کړي چې د تېر نظام دغه سرحدي پولیس چا او ولې وژلی دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له ګڼ شمېر ولایتونو داسې خبرونه تر لاسه شوي، یوشمېر هغه کسان چې د تېر نظام په امنیتي لیکو کې یې دندې ترسره کړي، په پټه توګه شکنجه او وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.