ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو په هواري کې مرسته کوي

ملګري ملتونه له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو په هواري کې مرسته کوي

author avatar
23 Oct 2021 - 21:52
ملګري ملتونه له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو په هواري کې مرسته کوي
author avatar
23 Oct 2021 - 21:52

کابل (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

دیبورالاینس دغه څرګندونې نن مازدیګر د حکومت د رییس الوزراء له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وکړې.

هغې په دې لیدنه کې د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل راتلونکي سفر او د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړې وویل، ملګري ملتونه به افغانانو ته د بشري مرستو رسولو تر څنګ له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو په هواري کې همکاري وکړي.

دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو د امنیت ساتنې په برخه کې له طالب چارواکو هم مننه وکړه.

د حکومت د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، غواړي له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره همکاري او تفاهم ولري.

هغه زیاته کړه، حکومت د ملګرو ملتونو ادارو ته د امنیت په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي او د هغوی د مثبتو او ګټورو مشورو هرکلی کوي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان نوی حکومت او په ځانګړي ډول بانکي سیسټم پیاوړی کړي څو له نړۍ سره یې همکاري ډېره شي.

ده وویل، هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

حنفي ډاډ ورکړ چې د نشه يي توکو د کښت، پروسس او قاچاق مخنیوی کوي خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید افغان کرندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په داسې حال کې افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو او له حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو په هواري کې د همکارۍ ډاډ ورکوي چې دغې ادارې وار له مخه اندېښنه ښوولې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په بې سارې توګه نژدې ټول افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې حالت ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش څه موده وړاندې ویلي و چې طالبان د دوی مرستو ته اړتیا لري‌ خو باید په بدل کې یې ځینې شرطونه ومني.

Visits: 310

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.