جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پر يوه رينجر موټر چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.
د پېښې يوه عيني شاهد نصيب الله پژواک ته وويل چې چاودنه نن غرمه يوه بجه او ۳۰ دقيقې د اتمې ناحيې اړوند د شاه برهان اغا زيارت ته څېرمه د طالبانو پر رينجر موټر شوې ده.
نوموړي د مرګ ژوبلې دقيق ارقام نه لري خو وايي يو شمېر ټپيان يې سيمه کې ليدلي دي.
د ننګرهار يوه روغتيايي چارواکي پژواک ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د پېښې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته د يوه ماشوم جسد او څلور ټپيان چې يو يې طالب دی، ور وړل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چاودنه تاييدوي خو په اړه يې ډېر معلومات نه ورکوي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د چاودنو او هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن