ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې (نهه تنو) ته راولوېده

تېره اوونۍ په افغانستان کې مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې (نهه تنو) ته راولوېده

author avatar
23 Oct 2021 - 17:05
تېره اوونۍ په افغانستان کې مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې (نهه تنو) ته راولوېده
author avatar
23 Oct 2021 - 17:05

کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې (نهه تنو) ته راولوېده، ځینو هېوادونو د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار وکړ او افغان حکومت له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیاری وښود.

د  تېرې اوونۍ د مهمو پېښو غوړچاڼ

  • بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د نړۍ بشري مرستې اړینې وبللې.
  • روسیه: ټولګډونه حکومت د افغانستان د ستونزو حل لار ده.
  • چین: له افغان حکومت سره کار کولو ته چمتو یو.
  • افغان او هندي چارواکي: د یو بل د اندېښنو په پام کې نیولو سره دیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې رغوو.
  • پاکستاني چارواکي د هندي او افغان چارواکو تر کتنې یوه ورځ وروسته کابل ته راغلل او د تورخم لار یې پرانیستله.
  • د افغانستان رییس الوزراء: افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی.
  • ترکیه: له قطر سره په ګډه د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالتیا ته چتمو یو.
  • کرزی: نوی حکومت دې د ټاکنو یا لویې جرګې له لارې مشروعیت تر لاسه کړي.
  • چارواکي: حکومت خپل مشروعیت په ولسي ملاتړ سره تر لاسه کړی دی.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په دې پېښو کې د پکتيکا د مټاخان په ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی، په جلال اباد کې د امنيتي ځواکونو پر رېنجر چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړي، په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوه کس پر چړو وهل شوی مړی موندل شوی او ناپېژاندو وسله والو په خوست ښار کې یو پخوانی سرحدي پولیس وژلی دی.

د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې شپږ اوونۍ وړاندې اوونۍ کې هم مرګ ژوبله کمه وه. په هغه اوونۍ کې ۸ کسان وژل شوي وو او یو ټپی و.

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۱۶ برابره کم ده.

وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۵۶ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان وو. له دغو کسانو ۴۷ تنه کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کې وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان وو. د کندهار د برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی.

د مسګو غونډه

د مسکو ناسته تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ، د افغانستان، روسیې، چین، پاکستان او د نړۍ د ۷ نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره په مرستو ټینګار وشو، روسیې ټولګډونه حکومت د افغانستان د ستونزو حل لار وبلله او چین له افغان حکومت سره کار کولو ته چمتووالی وښود. دغه راز روسیې افغانستان کې اوسنی ناوړه وضعيت د لوېدیځو هېوادونو د تېر ماموریت پایله بللې، ترکمنستان ویلي چې د دولت تشکل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او هند د نورو هېوادونو تر څنګ له افغانستان سره په بشري مرستو ټینګار کړی.

د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي مسکو ناسته کې وویل چې افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته تیار دی، له نړیوالې ټولنې د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي او له امریکا غواړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، خو امریکا له کنګل څخه د یادې پانګې له وتلو انکار کړی، وایي افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي.

د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې له نوي افغان حکومت سره به تعاملات جاري ساتي او په ګډه به هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو پانګه له کنګل حالته راووځي.

د مسکو غونډې په څنډه کې افغان او هندي چارواکو ویلي چې د یو بل د اندېښنو په پام کې نیولو سره دیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې رغوي او افغان او ایراني چارواکو بیا پتېیلې چې له سيمه‌ ييزو اقتصادي فرصتونو به ګټه واخلي.

خو امريکا ویلي چې د لوجستيکي دلايلو له امله یې د مسکو په غونډه کې ګډون ونه کړ.

په نوره نړۍ کې د افغانستان په اړه څرګندونې

روسیې ویلي هېواد یې پر دې کار کوي چې طالبان دې د «افراطي ډلو» له نوملړ څخه وایستل شي.

جرمني د ترکیې له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له افغانانو سره باید مرسته وشي څو کډوالۍ ته اړ نه شي.

ترکیه وايي، که هوکړه وشي، هېواد به یې له قطر او افغانستان سره په ګډه د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د دغه هېواد د استخباراتي مشر فیض حمید او ورسره پلاوی کابل ته راغلل او د افغانستان له رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي او يو شمېرو نورو افغان چارواکو سره یې وکتل. په همدغه ورخ د تورخم لار هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

مولوي امير خان متقي ويلي چې له پاکستاني پلاوي سره يې د سوداګرۍ، د لارو خلاصېدو او اقتصادي راکړې ورکړې خبرې کړې دي. متقي هيله څرګنده کړې چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو خلاصېدو تر څنګ اقتصادي اړيکې ښې شي.

د ناټو سرمنشي ویلي پر افغانستان د طالبانو واکمن کېدل د هغو هېوادونو لپاره چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې ښکېل وو، خواشینوونکی حقیقت دی. خو هغه زیاتوي چې افغانستان کې د ناټو ماموریت او قربانۍ ضایع شوې نه دي او مهمې لاسته راوړنې یې هم درلودې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دندې استعفاه وکړه او وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وروستی څپرکی نه دی، افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون سترې ننګونې مخکې لري.

خلک او سیاستوال څه وايي؟

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د کابل استازیتوب نه شي کولی. د ده په وینا طالبان باید په نړيواله کچه د رسميت پېژندلو لپاره افغانستان کې دننه ملي مشروعیت تر لاسه کړي.

د ده په اند، دغه مشروعیت یوه اړتیا ده چې د ټاکنو په ترسره کېدو او یا د لویې جرګې په جوړېدو سره رامنځته کېږي.

خو د افغانستان د نوي حکومت چارواکي وایي چې د افغانستان حکومت خپل مشروعیت په ولسي ملاتړ سره تر لاسه کړی، ټاکنې او لویه جرګه د تېر حکومت ناکامه تجربه ګڼي.

د روسیې ولسمشر ویلي «د طالبانو دې په رسمیت پېژندلو وخت ته نږدي شوي یو» او ملګرو ملتونو هم ویلي، د افغانستان حکومت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به افغانستان کې له شپږم تر دوولسمو ټولګیو هم د نجونو ښوونځي  پرانیستل شي.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې تېره پنجشنبه یوه لیدنه کې یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دغه سازمان کې دې د طالبانو استازولۍ ترلاسه کولو مخه ونیسي.

کابل کې بيا يو شمېر ښځو لاریون وکړ؛ نجونو ته ښوونځیو ته د تګ او ښځو ته د کار کولو اجازې غوښتنه یې کوله، ویل یې چې وزګارۍ ښځې سوال کولو ته اړ کړې دي.

د پکتیا د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو د بیارغونې او خدماتو په برخه کې د اوسني حکومت پاملرنه وغوښته او ویې ویل چې تېر حکومت هېر کړي وو.

د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکو له امريکا څخه وغوښتل چې د دوی پر سيمه د بمونو مور د استعمال له امله دې دوی ته د اوښتو زيانونو تاوان ورکړي.

امریکا د ۲۰۱۷ کال د اپريل په مياشت کې د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په اسدخېلو تنګي سيمه کې تر ټولو ستر نا اتومي بم (جي بي يو۴۳) چې د بمونو د مور په نوم شهرت لري، استعمال کړ.

Visits: 224

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.