خوست ښار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): د خوست امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پخوانی مدير شېر داوود ارين ادعا کوي چې ۱۵ کلن زوی يې د اوسني حکومت ملي امنيت نيولی او بندي کړی يې دی.
شېرداوود ارين له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، د اُميد ارين په نوم دغه ۱۵ کلن زوی يې چې د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی دی، ۱۶ ورځې کېږي چې د دغه ولايت له ملي امنيت سره بندي دی.
هغه وويل چې زوی ته يې ويل شوي تر هغه چې دې پلار ملي امنيت ته حاضر نه شي، له دوی سره به بندي وي.
نوموړي زياته کړه چې د زوی روغتيا ته په اندېښنه کې دی او د حکومت له مسوولينو غوښتنه کوي چې بې له کوم ځنډه يې له بنده ازاد کړي؛ ځکه د هغه په وينا چې زوی يې هيڅ کومه ګناه نه لري.
بل پلو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې د پخواني مدير شېر داوود ارين زوی اُميد ارين له ملي امنيت سره بندي دی.
خو هغه په خپلو خبرو کې دا خبره بې بنياده وبلله چې ګني نوموړی دې د خپل پلار په تور نيول شوی وي، بلکې زياته يې کړه چې هغه د نورو جرمونو ترسره کولو په تور نيول شوی.
د عثماني په وينا، اُميد آرين چې د مکلفيت دورې ته رسېدلی، پر هغه د لګول شوو تورونو له سپيناوي وروسته به ډېر زر له بنده ازاد شي.
Views: 1434
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن