کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): افغان او چیني چارواکو له افغانستان څخه چین ته د صادراتو او په چین کې افغانانو ته د زده کړو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د خپلو هېوادونو به مشرۍ تېره ورځ قطر ته تللي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» په دوحه کې سره وکتل.
سرچینې لیکلي، دواړو لوریو په دیپلوماټیکي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان زدهکوونکو ته په چین کې د لوړو زده کړو د فرصتونو رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
بلخي وایي، افغان لوري د چین له بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان خاوره به د چین پر خلاف نه کارول کېږي.
متقي له مقابل لوري غوښتي چې د افغان سوداګرو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي او له افغانستان څخه چین ته د قیمتي طبي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستې، اینجې او په ځانګړې ډول د جلغوزو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان چارواکو له چینایي لوري څخه غوښتي چې په چین کې افغان زدهکوونکو ته د لوړ زده کړو لارې چارې برابرې کړي.
د ده په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د وروستي تحول هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چین به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هیڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
وانګ يي ویلي، چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
سرچینې لیکلي، په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا په موخه په راتلونکي کې هم ګډې ناستې ولري او ګډ میکانیزم رامنځته کېږي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن