کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): په کابل ښار نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو، تېلو، مایع ګاز او افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو د پلور بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې د لوړېدو له امله د اوړو بیه هم لوړه شوې ده.
خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې د عمده پلور بیه ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی تور چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ افغانیو پلورل کېږي.
د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د ۷ ورځو په پرتله نن د یوه لېتر بټرولو بیه له ۷۳ څخه ۷۶ افغانيو او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۶۵ نه ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې په کابل ښار کې د تېلو د بیو لوړوالی په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له لوړوالي سره اړیکه لري.
د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۸۵ څخه ۹۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن د یو ګرام ٧٥٠عیاره عربي سرو زرو بیه ۴۱۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥عیاره روسي سره زر په ۳۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارنو کې د هغو د بیې له بدلون سره اړیکه لري.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن یو امریکایي ډالر په ۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په لومړۍ یو امریکایي ډالر په ۸۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۵ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP