Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له افغان چارواکو سره د لیدنې په موخه نن سهار کابل ته راغلی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل نړیوال هوایي ډګر کې د میردوف ښه راغلاست کړی دی .

دا په داسې حال کې ده چې د ترکمنستان سفیر عوضوف تېره اوونۍ د افغانستان د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر محمد عیسی اخوند سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې ډېر ژر به د ترکمنستان یو پلاوی د ټاپي پروژې په استملاک شوو ځمکو د برېښنا او ګازو د پروژې د پلي کېدو لپاره کابل ته راشي.

د ګازو د نل لیکې پروژه (ټاپي) د پاکستان ـ افغانستان له لارې له ترکمنستانه هند ته ۱۸۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کیلو متره یې له افغانستان څخه تیریږي، یاده پروژه مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانستل شوې وه خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.