کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): رییس الوزرا د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو د تطبیق لپاره شرایط مناسب وبلل او د پروژو د پیل غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم حضور درلود وویل: « موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ملي پروژې ژر پیل شي، ځکه د هغه د تطبیق لپاره د ډاډمن امنیت په ګډون ټول اړین شرایط برابر شوي دي.»
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، ټاپي او نوري فایبر په ګډون د ګډو پروژو ملاتړ ته په اشارې سره وویل، د ګډو زیربنایي او پراختیايي پروژو دوام او تطبیق د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ښه کولو کې ګټور تمامېږي.
نوموړي همدا راز په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د ترکمنستان د حکومت له هڅو ستاینه وکړه.
په دې کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب هم شتون درلود، وویل چې دوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیربنایي او اقتصادي پروژو د امنیت د تامین په برخه کې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
هغه وويل، دا چې په ټول هېواد کې امنيت تامين شوى، د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره تر بل هر مهال ښه وخت دى.
رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له افغانستان سره د ترکمنستان له همکاريو مننه وکړه او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو اړيکې تاريخي او ښې دي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشد مرادوف وویل: «زموږ اړیکې تل د دواړو هېوادونو په ګټه دي او په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون یوه اړینه اړتیا ده.»
هغه له افغانستان سره د بشري مرستو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د تطبیق په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او هغه یې د افغانستان او ترکمنستان د خلکو د هوساینې او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټور وبلل.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن