Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیانۍ ښځې: زموږ د کار او زده کړو مخه مه نیسئ

بامیانۍ ښځې: زموږ د کار او زده کړو مخه مه نیسئ

author avatar
31 Oct 2021 - 15:23
بامیانۍ ښځې: زموږ د کار او زده کړو مخه مه نیسئ
author avatar
31 Oct 2021 - 15:23

بامیان (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): په بامیان ولایت کې د ښځو فعالانو یوې وړې ډلې د یوه لاریون په ترڅ کې د پوهنتونونو، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانيستلو غوښتنه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې په دولتي ادارو کې دې د ښځو د کار مخه نه نیسي.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو د لاريونونه په درشل کې نن (د لړم ۹مه) په بامیان ښار کې یو شمېر ښځو لاريون وکړ.

دغه مېرمنې چې شمېر یې شاوخوا شلو ته رسېده، په بامیان کې د ښځو د حقونو فعالانې دي او د دغه ولایت د مرکز په «شهید مزاري» چوک کې راټولې شوې وې او د (پوهنتونونو دروازې پرانیزئ، د اسلام په سپېڅلي دین کې د ښځو حقونه خوندي دي، نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک مه هېروئ او د خوراکي او سون توکو بیې راټیټې کړئ) شعارونه ورکول.

د لاريون کوونکو له ډلې ملکې اميني پژواک خبري اژانس ته وويل: «افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې شوې، دلته د خپلو حقونو د دفاع لپاره راغلي یو، له پوهنتون او ښوونځي او دغه  راز په ټولنه کې د سیاسي فعالیت او کار کولو له حقه یې هم بې برخې کړې یو. "

د هغې په وينا، څو چې په هېواد کې د ښځو اساسي او اسلامي حقونه تامين نه شي، دوی له قانوني عدالت غوښتنې  لاس وانه خلي.

یوه بل لاریون کوونکي بختاور هم په هېواد کې د نجونو او ښځو پر ناڅرګند برخلیک اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره بېوزلي او بېکاري ډېره شوې او د بامیان په بازار کې د خوراکي توکو بیې هم بې ساري لوړې شوې دي.»

بختاور زياته کړه، ډېرې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا مهال د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو له امله د ځینې شپې او ورځې د خوراک لپاره څه نه لري.

بختاور له ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو وغوښتل چې د ژمي له يخنۍ او د واورې اورېدو له امله د باميان د ترانسپورټي لارو له تړل کېدو مخکې په باميان او هېواد په نورو مرکزي سيمو کې د ده په ګډون له زرګونو نورو بېوزلو کورنيو سره مرسته وکړي.

په ورته مهال بله اعتراض کوونکې فاطمه رضایي له حکومته غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي او هغه کسان چې په دولتي او غیردولتي ادارو کې یې کار کاوه، باید بېرته خپل کار پیل کړي.

هغې زیاته کړه: «زموږ د کار، درس، تعلیم او زده کړو خنډ مه ګرځئ.»

بلخوا د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيف الرحمن محمدی پژواک ته وويل: « بېوزلي او لوږه په هېواد کې هغه مسله ده چې د اسلامي امارت مسوولین د بېوزلۍ د کمولو لپاره له نړیوالو مرستندویه موسسو سره کار کوي.»

نوموړې په ټولنه کې د ښځو د بیا حضور په اړه وايي چې حکومت پر یوه اسلامي چوکاټ کار کوي چې له مخې به په ټولنه کې د ښځو بیا حضور او فعالیت تعریف شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.