جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند په دوو پېښو کې يو ديني عالم پر ډزو او دوه نور کسان په مرموز ډول وژل شوي او جسدونه يې په ونو کې ځړول شوي دي.
دغه پېښې نن سهار د سيمې اوسېدونکو ليدلې دي.
ناپېژاندو وسله والو نن سهار د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند کابل اډې ته څېرمه د معیوبینو په فامیلیو کې یو دیني عالم او د جومات خطیب پر ډزو وژلی دى.
د فريد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل، د مفتي عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع جومات خطیب هم و نن سهار په داسې حال کې چې د لمانځه لپاره پر اوداسه بوخت و د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار د نهمې ناحيې اړوند سراچې پل ته څېرمه د زيتونو په باغونو کې د دوو تنو جسدونه چې په ونو کې ځړول شوي موندل شوي دي.
د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې ياد جسدونه اوس هم ځړېدلي او خلک يې ليدلو ته ورځي.
د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې تړاو رسنيو ته په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې ډېرې شوي، يوازې په تېرو څو ورځو کې دا درېيم ديني عالم دی چې جلال اباد ښار کې وژل کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP