پل علم (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم کې د ماین چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ووژل شول.
پېښه نن سهار د سیدانو کلا په سیمه کې د شیعه وګړو د یوې تکیه خانې مخې ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند عمر منصور مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي چې یوه یې نهه کلنه نجلۍ ده.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نشته خو استخباراتي ارګانونو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د سیدانو کلا سیمې یوه اوسېدونکي نور الله پژواک ته وویل، چاودېدونکي توکي د تکیه خانې مخې ته ځای پر ځای شوي وو چې چاودنه یې وکړه.
دی هم وايي چې د چاودنې له امله یو نارینه چې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی او یوه ۹ کله نجلۍ چې د همدې سیمې اوسېدونکې ده، وژل شوي دي.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو ورځو کې په لوګر کې د وژنو پېښې ډېر شوې او څو ورځې مخکې په دوو جلا هدفي بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي وو.
Views: 926
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن