Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د استاد سیاف فیسبوکي دعاګانې او د خلکو تبصرې

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): عبدرب الرسول سیاف، د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه د دعاګانو خپرول څو برابره ډېر کړي، خو مخکنۍ دعاګانې یې نږدې ټولې د سیاسي مسایلو اړوند دي او له وروستنیو یې بیا نیمایي له سیاست سره تړاو لري.

د اسلامي دعوت ګوند د مشر عبدرب الرسول سیاف، پر دغو دعاګانو خلکو بېلابېلې تبصرې هم لیکلي چې ډېر یې منفي اړخ لري. هغه دا مهال په بهر کې ژوند کوي او د افغانستان له اوسني حکومت سره په مخالفت کې دی.

طالبانو د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه کابل ونیو او لږ وروسته یې د سرپرست حکومت کابینه هم اعلان کړه.

  • د سیاف دعا د کابل تر سقوط يوه ورځ مخکې: الهي! ته دا مسلمان هېواد او دا مسلمان ولس له تباهۍ او بربادۍ څخه بچ کړې. او پر هغوی د امن، استقرار او هوساینې فضا حاکمه کړه.
  • د سیاف دعا د کابل د سقوط په ورځ: ربنا افتح بيننا و بين قومنا بالحق وأنت خير الفاتحين. ژباړه: اى زموږ ربه! ته زموږ په منځ كې او زموږ د قوم په منځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې.
  • د سیاف تبصره د کابل تر سقوط یوه ورځ وروسته: د حاکمانو جهل او غدر، پراخ بې پایه فساد، د ځینو سیاستوالو ځانخرڅونې، د مزدورانو برید، او د دښمنانو خطرناکې توطئې لاسونه سره ورکړل، زموږ عزت، حریت او سلامتیا یې ګډه وډه کړه.

پژواک خبري اژانس، د استاد سیاف پر فیسبوک پاڼه د زمري له ۲۴مې، ۷۸ ورځې مخکې او ۷۸ ورځې وروسته دعاګانې کتلي او ارزولي دي. ده د زمري له ۲۴مې راوروسته تر نن پورې ټولې ۷۳ دعاګانې پر خپلې فیسبوک پاڼې خپرې کړي چې ۳۵ یې له سیاسي مسایلو سره تړلي او نورې یې له سیاست سره اړخ نه لګوي.

د زمري له ۲۴مې د مخکنیو دعاګانو بېلګې:

د اسلامي دعوت ګوند مشر، د زمري له ۲۴مې مخکې پر خپله فیسبوک پاڼه ۱۶ دعاګانې خپرې کړي، چې ټولې یې یو ډول له سیاسي مسایلو سره تړاو لري او بېلګې یې دا دي:

د ده پر دعاګانو د فیسبوک کاروونکو تبصرې هم لیکلي دي، چې ډېرې یې منفي دي.

  • د سیاف دعا: ټول آمين ووایئ: الهي!ته د هغو مېړنیو نصرت او ځانګړی عنایت نصیب کړې، چې په سنګرونو کې له ځان، مال، خاورې، عزت او ملي نوامیسو څخه دفاع کوي.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

د مجیب الرحمن نویان په نوم د فیسبوک یوه کاروونکي پر دغې دعا تبصره کړې، لیکي:«تا هم یو وخت د سرتېري د قتل فتوا ورکوله او اوس چې ارګاه او بارګاه ته ورسېدې، زړه دې نه غواړي چې جګړه وکړې، یواځې په دعا اتکا کوې.»

ملالۍ مومند بیا ورته لیکلي: «اوس نو چې لاس په دعا ناست یې، دوه علتونه دي، یو دا چې سر د اوس خلاص شو چې وطن د مور حیثیت لری. او یا دا چې د خپلې شتمنۍ د غمه خوب نه لرې.»

خو فاروق صافي بیا لیکلي:«امین ثم امین: له پر ځای دریځ نه دې مننه جناب استاده، تا دې هم الله وساتي.»

  • د سیاف دعا: د ملت او هېواد حالت ډېر د زړه سوي وړ دی. الهي! هغه ډله چې سوله نه مني او د دغه دردوونکي وضعیت دوام غواړي، ته يی خواره او ذليله کړې.

اقبال مسعود پر دغې دعا تبصره کوي، لیکي:« سوله هغه وخت زموږ هیله او ارمان و چې تاسو د یوې څوکۍ په منظور د کابل او په ټوله کې د هېواد هره ابادي ورانه کړه او سره له ډېره علمه مو خپلو کې سره اړم کړل. دا ملت مو نه بښي، ای کاش چې د شهیدو وینو ارزښت مو ساتلی وی او د امن لپاره مو خپلو کې د منښت پر اصل تللی وای خو ونه شوه.»

شېرعلي خان صاحبزاده بیا پر یاده دعا په تبصره کې لیکلي:« تاسو هم خپلو هڅو ته دوام ورکړئ، د هېواد ناسم حالت په ښه لاره روان کړئ. په فکري ځواک سره خپله مبارزه ژوندۍ وساتئ!!

  • د سیاف دعا: الهی! د ظالمانو ملا ماته کړه، وینې یې په رګونو کې وچې کړه او د مظلومو خلکو زړونو ته ډاډ او ارامتیا ورکړه.

 پر دې دعا د خلکو تبصرې:

محمداکبر نیازی لیکي:«که خدای ج دا دعا قبوله کړه، غټ تاوان به وکړې.»

خالد ناصري وایي:«هر ظالم او جابر د ستاسو خونخوارو پلورل شوو تش په نامه جهادي رهبرانو په ګډون.»

محمدهارون لیکي:«امین، هر چا چې په دې وطن که یو فیصد خیانت کړی وي، الله پاک یې د تباه او برباد کړي.»

د زمري له ۲۴مې د وروستنیو دعاګانو بېلګې:

سیاف د زمري له ۲۴مې را وروسته تر نن پورې ټولې ۷۳ دعاګانې پر خپلې فیسبوک پاڼې خپرې کړي چې ۳۵ یې له سیاسي مسایلو سره تړلي او نورې یې له سیاست سره اړخ نه لګوي. د دغو دعاګانو بیلګې په لاندې ډول دي.

  • د سیاف دعا: اې د عالمیانو ربه! ته زموږ او زموږ د هېواد او ملت په غمجن او زړه دردوونکي حالت کې په خیر او عافیت سره چټک او مثبت بدلون راوله.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

ګلبهار ځاځی ليکي: «بدلون خو راغلو، جنګ، چور، اخلاقي او اداري فساد ورک شو، نور څنګه بدلون غواړې؟ نور باید ګریوان کې سر ټیټ کړو.»

نور رحمان رحماني بیا ورته لیکلي: «شیخ صاحب الله (ج) دې زموږ په زړونو کې هم بدلون راولي، او د کفارو د مینې پر ځای دې د مسلمانانو مینه په زړه کې راواچوي.»

خو عبدالمالک درانی ليکي: «امين، ستا په خبرو به يو څو مياشتې وروسته د ډېرو خلکو سر خلاص شي.»

  • د سیاف دعا: دعا زموږ ستره وسله ده او ان شاء الله په دعا به مخالفین را پرزوو، الهي ستا له غیبي نصرت او مدد څخه مو برخمن کړه.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

محمد موسی عيسي زاده ليکلي: «خدای (ج) خو به هم د یو چا اعمالو ته ګوري، بیا به یې دعا قبلوي.»

محمود امیري ورته ليکي: «چې ستا دعاوې به قبولې شي که کمنټونو کې تا ته ښېراوې.»

  • د سیاف دعا: دعاګانو ته زور ورکړئ، دا د بري لار ده. اې قوي او قادره ذاته! زموږ د هېواد په ناسم وضعیت کې ژر مثبت بدلون راوله.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

نورالهدی عمر پر دې دعا د تبصرو په برخه کې لیکلي: «سم دم د زیارت مینجور در نه جوړ شوی، ټوله ورځ دعاګانې کوې، څه یو وخت وه چې ټولې خبرې دې د زور کولې!»

میوند درځار بیا  ليکي: «استاده د کرکټ هلکانو ته خو یوه دعا درسره وکړه، د مقاومت کارونه دې هسې هم سر نه نیسي.»

خو محمد حنیف ليکي: «امین یا رب العالمین، الله تعالی دې ژوندی او با عزته لره قدرمنه رهبره.»

سیاف په تېرو شاوخوا دوو نیمو میاشتو کې داسې دعاګانې هم کړي چې له سیاسي مسایلو سره تړاو نه لري:

  • د سیاف دعا: الله (ج) فرمایلي:(ان الله مع الذین اتقوا والذین هم محسنون) الهي ته موږ د متقیانو او محسنینو په ډله کې حساب کړې.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

انور صدیقي ليکلي: «په دې ورځو کې يوازې نصيحتونه خپروې، د ملا ورور او ملا خور په اړه دې هیڅ نه دي ويلي.»

عبدالمنان سروري بیا ورته لیکي: «نه متقي يې او نه محسن، زموږ پر خلکو دغه ورځ ستاسو له لاسه راغلې.»

خو سليم سیرت لیکلي: «الهم آمین، الله تعالی د زموږ او تاسو ټول علما، ستاسو په شمول ذریعه د تبلیغ، اشاعت او دیني خپرولو وګرځوي ځکه ټول امت اول قدم کې دین ته ضرورت لري او د ژوندانه اساسي مقصد د الله تعالی احکامات، د رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم په مبارکو طریقو تېرول دي.»

  • د سیاف دعا: ټول آمین ووایئ: اې ربه د ستړو زړونو دعاګانې قبولې کړه.

پر دې دعا د خلکو تبصرې:

امان اميري ليکي: «د ناټو د مفتي دعاګانو ته، امين ویل کبيره ګناه ده.»

سيد حسيب الله سادات لیکلي: «رب مو دې اول تا نه خلاص کړي، امين.»

خو حکمت خان بیا ليکلي: «دروند استاده، که د هېواد په دې حساسو شرایطو کې په هېواد کې وای نو دغه ستونزې دې د مذاکراتو له لارې حل کولې.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.