ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: ایران دې افغانستان کې د داعش او حکومت په تړاو کړې څرګندونې تصحیح کړي

حکمتیار: ایران دې افغانستان کې د داعش او حکومت په تړاو کړې څرګندونې تصحیح کړي

author avatar
6 Nov 2021 - 12:27
حکمتیار: ایران دې افغانستان کې د داعش او حکومت په تړاو کړې څرګندونې تصحیح کړي
author avatar
6 Nov 2021 - 12:27

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): حکمتیار، ننګرهار کې د مرموزو وژنو څېړنه غواړي، له الله ګل مجاهد سره وروستی چلند او د افغان حکومت د په رسمیت نه پېژندلو په اړه د ایران څرګندونې غندي، ترې غواړي چې خپلې څرګندونې دې تصحیح کړي.

«ایران باید خپلې څرګندونې تصحیح کړي»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د جمعې لمانځه په خطبه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غربي اسیا د برخې مدیر له قوله ویلي: «كه طالب په داعش سره متوقف كړو له امنيتي پلوه دا زموږ په ګټه ده.»

حکمتیار وایي، په رسنيو كي د یاد ایراني چارواکي د دغې وينا اړوند ويډيو په پراخه پيمانه خپره شوه چې په افغانانو كې یې اندېښنې راولاړې كړې دي.

د حزب اسلامي د مشر په وینا، موسوي ویلي:«په افغانستان كې خاص شرایط رامنځته شوي، د طالب په نامه يوه ډله مسلطه شوې، دا حتماً زموږ د ملي امنيت او ملي منافعو په زيان ده؛ خو څه كولى شو؛ آيا له طالبانو سره جنګ ممكن او ګټور دی؟ آيا د جمهوري اسلامي په لاس له قدرت د طالبانو ګوښه كول امكان لري؟ بايد په صراحت سره ووايم چې دا كار نه شي كېداى، ممكنه نه ده چې ایران د دې كار وسيله شي. له دې پرته بله چاره نه لرو چې خاص سياست د دوى په وړاندې غوره كړو. اوس له داعش پرته داسې وسله وال ځواك عملاً په افغانستان كې نشته چې د طالبانو په خلاف وجنګېږي. يوازې داعش دی چې له طالبانو سره جنګېږي.»

حکمتیار وایي، موسوي زیاته کړې:« په جهنم كې داسې ماران او لړمان دي چې دوزخيان به له لړم مار ته او له مار لړم ته پناه وړي، موږ نن له همداسې وضعيت سره په افغانستان كې مخامخ يو، كه د طالب مخه د داعش په وسيله ونيسو دا له امنيتي پلوه زموږ په ګټه ده، كه څه هم موږ د طالبانو په رسميت پېژندو سره هيڅ علاقه نه لرو خو له دې پرته بله چاره نه لرو چې د نه پېژندو په اړه خپل سياست په سمه توګه مديريت كړو، موږ پرون په تهران كې د ګاونډيو هېوادونو يوه جلسه درلوده؛ تېره اوونۍ په مسكو كې جلسه وه؛ هلته روسان د رسميت پېژندو په اړه لږ مخكې ولاړل؛ ما په دې اړه يو ټيوټ درلود چې روسان پرې ډېر ناراض شول؛ خو پرون لږ په شا شوو؛ روسانو چې دا خبره وړاندې بیولې وه موږ يو ګام را شاته كړه، روسانو، چينايانو او پاكستانيانو غوښتل چې د رسميت پېژندو په ارتباط مخكي ولاړ شي؛ موږ هڅه وكړه چې د سيمې هېوادونه راشا ته كړو. تاسو په ګډه اعلاميه كې يوه كلمه هم داسې نه پیدا کوئ چې د طالبانو د حكومت په رسميت پېژندو په اړه وي.»

حکمتیار د موسوي یادو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي چې افغانان د ټولو ګاونډیو او په خاص ډول له ایران څخه غواړي چې د افغانستان په اړه مثبت او جوړوونکی سیاست ولري.

د حزب اسلامي مشر زیاتوي: «هیڅ داسې یو هېواد سره چې ارزښتونو ته ژمن وي نه ښایي چې افغانان له مار، لړم او دوزخ سره تشبیه کړي او د یوې ډلې مخالفت له بلې ډلې ملاتړ کول د خپل هېواد د ملي امنیت په ګټه وبولي، ولې باید ایران د افغانانو له غوښتنې سره خلاف د اوسني سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو مانع شي، حال دا چې د موسوي په خبره چین، روسیه، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د مسکو په غونډه کې تمایل ښودلی و ترڅو د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت و پېژني.»

حکمتیار له ایران څخه غوښتې چې خپلې دغه څرګندونې تصحیح کړي او افغانانو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې ثبات او امنیت غواړي او هیڅکله هم د حکومت په مقابل کې د یوې جنګې ډلې ملاتړ نه کوي.

«افغانان ښایي له یو بل ستر امتحان سره مخامخ شي»

د حزب اسلامي مشر، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې امريكا هڅه كوي په هند كې داسې اډه ومومي چې د افغانستان په ارتباط ترې ګټه واخلي او پاکستان، قزاقستان او اوزبكستان د داسې اډو له وركولو ډډه کړې.

حکمتیار وایي:«دغو اظهاراتو او د امريكا له معاندانه هڅو معلومېږي چې ښايي افغانان به له يوه بل ستر امتحان سره مخامخ شي؛ له داسې آزمېښتونو؛ د افغانانو په يووالي سره وتلى شو.»

د ننګرهار امنیتي وضعیت دې وڅېړل شي

حکمتیار وایي چې له وروستیو تحولاتو وروسته په ټول هېواد کې جګړه پاى ته رسېدلې؛ له دوه درې سيمو پرته په ټول هېواد كې نسبي امنيت ټینګ شوی، ولس یې هیله من کړی چې په نږدې راتلونکې کې به د امنيت له پلوه وضعيت نور هم ښه شي.

خو هغه زیاتوي: «د ننګرهار په شمول په ځينو سيمو كې د هدفي او پرله پسې ترورونو شاهد یو، په همدې لړ كي د شهيد مولوى عزت الله محب په څېر ستر او نوميالى شخصيت او مجاهد عالم؛ په ډېره وحشيانه او غير انساني توګه ترور شو؛ لومړى اختطاف، د اختطاف په دوران كې په وحشيانه توګه تعذيب او بيا ووژل شو او مثله شوى جسد يې په سرخرود كې په ډاګ وغورځول شو؛ كورنۍ ته یې په ټیلېفون سره اطلاع وركړه چي مړى یې چېرې غورځول شوى. ويل كېږي چې وحشي قاتل ځينو ته ويلي چې دا مو ځكه ووژلو چې په داعش پورې تړلى و.»

مولوى عزت الله محب د حزب اسلامی غړی و.

ګلبدین حکمتیار ویلي، په ننګرهار کې دا ډول بریدونه د هغه چا كار نه شي كېداى چي په زړه كې یې يوه ذره ايمان وي او معمولي شهامت او مروت ولري.

د ده په خبره، ننګرهاریان له حکومت نه غواړي چې د دغو قتلونو عاملین ونیسي او د شريعت مطابق یې د مقتولينو د ورثه وو او د خلكو په وړاندې قصاص كړي.

هغه زیاتوي چې ننګرهار ته بايد تر نورو ولايتونو وړاندې؛ د تصفيې او څېړنې پلاوی ولېږل شي؛ «ولس چمتو دی چي د مشكوكو اجرتي قاتلانو نومونه پلاوي ته وسپاري.»

پر روغتون او جوماتونو بریدونه او مرموزې وژنې  

ګلبدین حکمتیار د کابل سردار محمد داوودخان ۴۰۰ بستریز روغتون برید ته په اشارې ویلي:« داسې بريدونه يوازې د هغه چا كار كېداى شي چې نه پر خداى ايمان لري، نه له اسلام سره كوم تړاو لري، نه اسلام ته ژمن دي او نه یې جنګ د اسلام او كومې سپېڅلې موخې لپاره دی؛ اجرتي قاتل دی او د مرموزو پليتو كړيو د ناولو موخو لپاره جنګېږي.»

څلور ورځې وړاندې د لړم په ۱۱ مه کابل کې د سرادر محمد داوودخان روغتون مخې ته دوه چاودنې وشوې او بیا بریدګر روغتون ته ننوتل.

حکومتي چارواکو ویلي، په دغه برید کې - چې داعش ډلې ترسره کړی، درې ښځې، یو ماشوم او درې امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. سرچینې ویلي چې پنځه بریدګر هم وژل شوي دي، خو ځينو رسنیو ویلي چې په دغه برید کې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

حکمتیار ویلي: «په جوماتونو بريدونه، د جمعې لمانځه په وخت كې چاودنې، د علماوو، امامانو، خطيبانو، مجاهدينو او اسلامپالو شخصيتونو؛ مرموز او هدفي ترورونه؛ د هغو كار دی چې پرون یې همدا كارونه كول؛ دوى كټ مټ همغسې دي او هماغه كارونه كوي چې سيكولرانو، کمونستانو،خاد، واد، ملي امنيت او صفري قطعاتو كول. همغه چې پرون د مفسدو حكومتونو او د دوى د بهرنيو حاميانو په ماتې او زوال منتج شول.»

د ده په وینا، د قرآن له لارښوونو په څرګنده معلومېږي چي يو كفري او فرعوني نظام هم په هغه صورت كې دوام كولى شي چې قانون ته التزام ولري او كارونه یې په مشوره وي.

«الله ګل مجاهد سره شوی چلند له عمومي عفوې سره منافې کړنه ده» You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.