ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم وېش پیل شو

لوګر کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم وېش پیل شو

author avatar
7 Nov 2021 - 16:42
لوګر کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم وېش پیل شو
author avatar
7 Nov 2021 - 16:42

پل علم (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۰): په لوګر کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش نن (د لړم ۱۶مه) پیل شو.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالله تسل پژواک خبري اژانس ته وویل، د تخم مرسته د FAO په نوم نړیوالې مرستندویې موسسې کړې چې د کرنې ریاست له لوري پر هغو زرو کروندګرو وېشل کېږي چې مخکې یې سروې شوې وه.

دی وايي، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم ورکول کېږي.

هغه هیله وښوده چې د دغه تخم له وېش سره به په راتلونکي کال کې د غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېلو سیمې یوه بزګر شمس الدین پژواک ته وویل، مرستندویې ادارې دې له کروندګرو سره د تخمونو ترڅنګ د سرې مرسته هم وکړي.

دی زیاتوي، سږ کال د یوې بورۍ تورې سرې بیه ۵زره افغانیو ته لوړه شوې چې ډېر کروندګر یې د اخیستلو توان نه لري.

د محمد اجان په نوم بل کروندګر چې د غنمو اصلاح شوی تخم یې ترلاسه کړی و، پژواک ته وویل، د تخم دغه مرسته داسې مهال ورسره کېږي چې ۸۰ سلنه کروندګرو پر خپلو ځمکو غنم کرلي دي.

دی له چارواکو غوښتنه کوي چې پر کروندګرو پر وخت تخمونه ووېشي.

د یادونې ده، سږ کال په لوګر کې د غنمو حاصلات ډېر شوي وو او تمه ده چې په راتلونکي کال کې به نور هم ډېر شي.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.