ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ٦٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي

کونړ کې ٦٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي

author avatar
7 Nov 2021 - 14:29
کونړ کې ٦٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي
author avatar
7 Nov 2021 - 14:29

اسعداباد (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۰): د کونړ امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور ٦٥ کسان نيول شوي دي.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالغفار ذکي د لړم په ۱۶رسینو ته وويل چې په تېرو درېیو میاشتو کې د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق، اختطاف او وسله والو غلاوو په تور ۶۵ کسان نيول شوي دي.

ده وويل چې د دغه ولايت امنيتي منسوبينو په دغه موده کې لسګونه هغه وسلې هم نيولې دي چې بهر ته قاچاق کېدلې.

هغه وایي:((د هغو اشخاصو پر وړاندې مو کلکه مبارزه پېل کړې چې د شریعت او قانون خلاف کړنې ترسره کوي.))

د نوموړي په خبره، عام خلک باید له حکومتي ځواکونو سره د غیرقانوني کړنو په مخنیوي کې ملګرتيا وکړي او هغه اشخاص چې په جرمونو کې لاس لري امنيتي ځواکونو ته يې بايد په ګوته کړي .

په ورته وخت کې د کونړ يوه اوسېدونکي انصارالله پژواک ته وويل: ((څو ورځې وړاندې مې د کور له مخې موټر ورک شوى و، امنيې قوماندانۍ ته مې خبر ورکړ، امنيتي ځواکونو غل نيولى او زما موټر يې هم بېرته راته وسپاره.))

د کونړ يو شمېر نور اوسېدونکي بيا ټينګار کوي چې نيول شوو کسانو ته بايد له قانون سره سم سزا ورکړل شي ترڅو نور خلک عبرت واخلي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.