ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استخبارات: په درېیو میاشتو کې داعش ته منسوب ۶۰۰ کسان نیول شوي

استخبارات: په درېیو میاشتو کې داعش ته منسوب ۶۰۰ کسان نیول شوي

author avatar
10 Nov 2021 - 14:45
استخبارات: په درېیو میاشتو کې داعش ته منسوب ۶۰۰ کسان نیول شوي
author avatar
10 Nov 2021 - 14:45

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د استخباراتو ریاست وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې داعش ته منسبوب ۶۰۰ کسان نیول شوي، ۳۳ نور یې وژل شوي، ۸۲ انسان تښتونکي نیول شوي او د امنیتي ځواکونو له لیکو ۲۰۸ نامطلوب کسان ایستل شوي دي.

د استخباراتو لوی ریاست د مطبوعاتي برخې مسوول خلیل همراز نن افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه کابل کې خبریالانو ته وویل: «پخوا په زندانونو کې داعش ډلې ته منسوب کسان هم وو چې د فتحې پر مهال خوشې شوي او شمېر یې شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو ته رسېده، د ځینو استخباراتي کړیو له خوا یې ملاتړ هم کېده او همدا لامل شو چې د هېواد په ځینو سیمو کې یې خپل جرمي فعالیتونه بیا پیل او خلک اندېښمن کړي.»

خو هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه اوس په دې توانېدلي دي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي او د هېواد په کچه هیڅ داسې سیمه نشته چې د استخباراتو تر څار لاندې نه وي.

همراز وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې داعش ډلې ته منسوب نږدې ۶۰۰ کسان په کابل او ولایتونو کې نیول شوي او ۳۳ کسان یې له امنیتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

د ده په وینا، یاد نیول شوي کسان په زندانونو کې دي او دوسیې یې تر څېړنو لاندې دي.

دی وایي چې په یادو نیول شوو کسانو کې د داعش تبلیغ کوونکي، مالي تمویل کوونکي، د اړیکو مسوولین او عملیات کوونکي شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د داعش هغه پاتې کسان چې د امنیت ضد فعالیتونه کوي ترڅار لاندې دي.

همراز وایي، د هېواد امنیتي وضعیت ورځ په ورځ د ښه کېدو په حال کې دی او هغه کړۍ به وځپل شي چې غواړي امنیت وګواښي.

د لیکو چاڼ کول

همراز وایي چې حکومت د خپلو لیکو چاڼ پیل کړی او تر اوسه له څه باندې دوه زره کسانو شکایت شوی چې دوسیې یې تر څېړنو لاندې دي او له یادو کسانو ۲۰۸ تنه له لیکو ایستل شوي دي.

حکومت شاوخوا یو میاشت مخکې د تصفیې کمېسیون جوړ کړ او اعلان یې وکړ چې له خپلو لیکو به « ناطلوب» کسان لرې کوي.

اختطاف او جعل You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.