ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: له امریکا سره په خبرو کې به د افغان حکومت په اړه شته اندېښنو ته ځواب ووایو

مجاهد: له امریکا سره په خبرو کې به د افغان حکومت په اړه شته اندېښنو ته ځواب ووایو

author avatar
10 Nov 2021 - 16:20
مجاهد: له امریکا سره په خبرو کې به د افغان حکومت په اړه شته اندېښنو ته ځواب ووایو
author avatar
10 Nov 2021 - 16:20

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): ذبیح الله مجاهد وایي، د افغانستان سرپرست حکومت په قطر کې له امریکا سره بیا ځلې خبرو ته چمتووالی لري او د افغانستان په اړه د ټولو هغو غونډو هرکلی کوي چې په سيمه کې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ پرون وویل چې امريکا له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتووالى نیسي. د امریکا او طالبانو ترمنځ مخکنۍ هوکړه هم له اوږدو بحثونو وروسته په دوحه کې لاسلیک شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هم وویل چې له امریکا متحده ایالتونو سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو لپاره چمتووالی لري.

دی وایي چې دغو خبرو ته چمتووالی لري څو افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی تړون عملي شي؛ ځکه چې د دواړو هېوادونو پر راتلونکې باندې مثبت اغېز لري او که عملي نه شي، منفي اغېز به ولري.

هغه وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت به په دغو خبرو کې د امریکا او نورو هېوادونو هغه اندېښنو ته هم ځواب ووایي چې د دغه حکومت په اړه یې لري.

ده هیله څرګند کړه چې دغه خبرې به ښې پایلې ولري او د افغانستان حکومت به د مذاکراتو له لارې نړۍ قانع کړي چې د افغانانو غوښتنې ومني.

د افغانستان لپاره د هند غونډه

نوی ډيلی نن (د لړم ۱۹مه) د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، ترکمنستان، قراقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان د ملي امنیت سلاکارانو د غونډې کوربه و.

د راپورونو له مخې، د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د «ترهګریزو فعالیتونو» پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ګډې تګلارې پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې د دې غونډې په اړه وویل، هره هغه ناسته چې په سيمه کې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره کار کوي، دوی ورته خوښ دي او په اړه یې اندېښنه نه لري.

هغه وویل، ټول هېوادونه د هندوستان په ګډون اوس پر دې پوهېږي چې د افغانستان امنیت او اقتصادي وده د ټولې سيمې په ګټه ده او د سيمې هېوادونه به په دې اړه ناسمې پرېکړې نه کوي.

د مجاهد په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندولو لپاره هم کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي.

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه

په ورته مهال کې له افغانستانه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته په درې ورځني سفر ځي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ ویلي چې سبا د افغانستان په اړه په اسلام اباد کې د روسیې، امریکا او پاکستان د استازو ترمنځ د ترویکا غونډه جوړېږي.

خو ذبیح الله مجاهد په ترویکا په غونډه کې د افغانستان حکومت د پلاوي د ګډون په اړه وویل: «هغه ناسته جلا غړي لري، د افغانستان حکومت ته په تېرو ناستو کې هم بلنه نه وه ورکړل شوې، په هغې ناسته کې ممکن د رسمیت پېژندولو موضوع مهمه وي.»

خو مجاهد زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه پاکستان ته تللی او هلته به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ټرانزیټ، مهاجرینو او خلکو ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو پر ډېرولو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د کډوالۍ ستونزه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.