جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د زړو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
چارواکي وايي، ماشومانو په يوې زړې سرګلولې لوبې کولې چې چاودنه يې پرې کړې ده.
د حصارک ولسوال مفتي حارث د لړم په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په ګل عالم کلا سيمه کې د پخوانيو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
هغه زياته کړه، دغه پېښه پرون شوې او د دغو ماشومانو له کورنیو سره يې نغدي مرسته هم کړې ده.
نوموړی وايي چې څېړنې ښيي ماشومانو زړو ناچاوده توکو ته د لوبو پر مهال لاس ور وړی او چاودنه يې کړې.
د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې هم پژواک ته د نوم نه خپرولو په شرط تاييد کړه چې يو ټپي د پېښې له ځايه روغتون ته وړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP